تازه خبرونه
د اسلامي امارت په ریاست الوزرا کې نوې ګومارنې ترسره شوي
د اسلامي امارت ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس څرګنده کړې؛ د دندو د پوره ښهوالي او کار د کار اهلو ته د سپارلو لپاره یو شمېر تجربه لرونکي او روزل شوي شخصیتونه د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر په چارو کې پر کار پیل وکړ.
د ریاست الوزرا د دفتر د عمومي رياست په اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغه دفتر د رييس پر وړانديز او د ریاست اوزرا پر منظورۍ مولوي صالح محمد مصلح د سيمه ييزو مطالعاتو او راپور ورکولو د رييس په توګه او مولوي نظر محمد میرویس د ریاست الوزرا د داخلي تفتیش د رییس په توګه ټاکل شوي دي او مولوي حبیب الله د اسلامي امارت د ولایتي انسجام په چارو کې د مرستیال ویاند په توګه معرفي شول.
دغه راز څرګنده شوې: دغه کسان د رياست الوزرا د عامه او ستراتيژيکو اړيکو د مرستیال احمدالله متقي او د ریاست الوزرا د دفتر د بشري سرچينو د رييس مولوي محمد داوود محمدي لخوا په يوه رسمي غونډه کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول. دغه راز په دغه پروګرام کې د ریاست الوزرا یو شمېر رییسان هم معرفي شول.
د ریاست الوزرا د عامه او ستراتېژيک اړيکو مرستيال احمدالله متقي د يادو کسانو د کړنو د ستاينې ترڅنګ هغوى ته په ورسپارل شويو دندو کې د برياليتوب هيله وکړه.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ5 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
