تازه خبرونه
د اسلامي نظام حیثیت له شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو څخه پورته دی – سراج الدین حقاني
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی وايي، چې د اصلاحاتو، اداري چارو د ساده کولو، د عامه خدماتو د معیاري کولو او د یو سالم قانوني چوکاټ د جوړولو په برخو کې د مشرتابه په کچه جدي او دوامداره هڅې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د وزارتونو او دولتي ادارو د مشرانو لپاره د “اصلاحاتو او ظرفیت لوړولو” تر سرلیک لاندې کنفرانس کې د خبرو پرمهال ویلي؛ د اسلامي امارت رهبر د اسلامي نظام د پیاوړتیا، اصلاحاتو پلي کولو، عامه خدماتو پراخولو او د اصولي قوانینو د تضمین لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی وايي، چې د اصلاحاتو، اداري چارو د ساده کولو، د عامه خدماتو د معیاري کولو او د یو سالم قانوني چوکاټ د جوړولو په برخو کې د مشرتابه په کچه جدي او دوامداره هڅې روانې دي.
نوموړي په دې کنفرانس کې له حکومتي چارواکو وغوښتل، چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي؛ ځکه دوی د حکومت د پرېکړو پلي کوونکي دي او د ملت او حکومت ترمنځ اړیکه د دوی له لارې رامنځته کیږي.
سراج الدین حقاني د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د حکومتي ادارو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او وایي، چې اداري روزنه کمزوري نه، بلکې ویاړ دی.
حقاني دا هم ويلی، چې د اسلامي نظام دریځ باید له شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو پورته وي.
د کورنیو چارو وزارت دا لوړ پوړی چارواکی څرګندوي: که په یوه مسله کې پېچلتیا وي؛ نو له لوړ پوړو شخصیتونو او مشرتابه څخه باید وضاحت وغوښتل شي، ځکه د خلکو چارې باید د څېړنو پر پلمه په غیر ضروري ډول ونه ځنډول شي.
ویل کیږيو چې د وزارتونو او دولتي ادارو د مشرانو لپاره د “اصلاحاتو او ظرفیت لوړولو” روزنیزه دوره د چارو ادارې او اداري اصلاحاتو له خوا ترسره شوه.