تازه خبرونه
د اسلامي نظام ساتنه فرض عین ده – محمد خالد حنفي
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالي ويلي، چې د اوسنې نظام ملاتړ او ساتنه پر ټولو فرض عین ده.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولینو ويلي، چې له اوسني نظام سره د همکارۍ او ملاتړ لپاره باید ټول خپلي هڅې پرا خي کړي.
دوی له محتسبینو وغوښتل، چې د خپلو چارو په تنظیم او پرمخ وړلو کې له ولس سره له نږدې همکاري وکړي.
محمد خالد حنفي وایي: له اوسني نظام څخه ملاتړ او له دې نظام سره همکاري کول پر ټولو فرض عین دی. د نړۍ پرمخ دې ته ورته بل اسلامي او شرعي نظام شتون نهلري.
د کورنی چارو وزارت مسوولین هم د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له مسوو لینو او محتسبینو غوښتنه کوي، چې له ولس سره پر نرمه ژبه همکاري وکړي، چې د امربالمعروف او د ولس ترمنځ رامنځته شوی واټن له منځه لرې شي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ویلي: د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له محتسبینو څخه زما غوښتنه داده، چې د ولس او دوی ترمنځ واټن ختم کړي او ولس پخپله د امر بالمعروف لپاره تیار کړي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په هرات کې د رامنځته شوې زلزلې د قربانیانو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او له شتمنو هېوادوالو څخه يي ورسره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سراج الدین حقاني وایي: زمونږ په هېواد کې د طبیعي پېښو له کبله خلک زیات زانمن کیږي. تېر کال د پکتیا او اوس د هرات پېښې د یادولو دي. هیله لرم، چې شتمن مو له زیامنو سره همکارۍ پراخې کړي، چې ستونزو ته یې منظمه رسیده ګي وشي.
په دې غوانډه کې د کابل ولایت د ګذرونو د وکیلانو عمومي رییس ببرک ساپي هم له اسلامي امارت څخه د کابل د خلکو پر ملاتړ سربېره د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د ولس پر مخ خپل ورونه پرا نیستي وساتي.
نوموړی وایي: مونږپره ټول توان له اسلامي امارت څخه ملاتړ کوو او کړی مو هم دی او له دوی څخه هم هیله لرو، چې د ولس پر وړانډې خپل ورونه پرانیزي.
دا غونډه، چې په کې د کابل ولایت د ټولو ولسوالیواو د ګذر وکیلانو ګډون کړی و؛ د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړه کړې وه، چې د ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ روحیه پیاوړې شي.