تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان استازي د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره ولیدل

Published

on

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازی طارق علي بخیت په کابل کې د رییس الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ته د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پرېکړو په اړ معلومات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې نوموړي افغانستان ته د بشري مرستو پردوام او دې هېواد ته د نړۍ د دیني عالمانو د یوه پلاي د سفر په اړه خبر ورکړ.

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان لپاره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی، موږ د افغانستان په اړه د خینو هیوادونو د اندیښنو د حل په موخه دې هیواد ته سفر کړی.

د رییس الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي په هېواد کې د اسلامي همکاریو سازمان رول اړین بللی او څرګندوي، چې که د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ته د اسلامی امارت استازي وبلل شي؛ دا غونډه به اغېزمنې پایلې ولري.

عبدالسلام حنفي د اسلامي هېوادونو له شرکتونو غوښتي، چې د افغانستان د کانونو په استخراج، د انرژۍ په تولید، ترانزیت او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

یو شمېر کار پوهان د بشري مرستو پردوام، د ښځو د زده‌کړو او کار د ستونزو د اوارولو او د نوي حکومت پر رسمیت پېژندلو لپاره د منظم دریځ  د رامنځته کولو لپاره  د اسلامي همکاریو سازمان رول اړین بولي.

Trending

Exit mobile version