تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې د کلتوري میراث د ساتنې او عصري کولو لپاره د همکارۍ اعلان وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیقالله عزېزي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بشري چارو له مرستیال خلیلابراهیم اوکور سره لیدلي او د همکاریو پر پراخولو یې خبرې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو د ساتنې، بیارغونې او عصري کولو لپاره به خپلې عملي همکارۍ پراخې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیقالله عزېزي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بشري چارو له مرستیال خلیلابراهیم اوکور سره لیدلي او د همکاریو پر پراخولو یې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې، د لرغونو آثارو د درېبعدي ډیجیټلي ثبت، د تاریخي سیمو د بیارغونې او د هېواد د فرهنګي بنسټونو د عصري کولو په اړه خبرې او اندونه وړاندې کړې دي.
دغه راز عتیقالله عزېزي د افغانستان تاریخي او فرهنګي ارزښت ته نغوته(اشاره) کړې او څرګندوي؛ د هېواد فرهنګي میراث نه یوازې د افغانستان د ملي هویت برخه ده، بلکې له د اسلامي نړۍ مهم تاریخي او دیني ګډ ارزښت هم دی.
هغه زیاته کړې؛ افغانستان ارزښتمن لرغوني آثار، تاریخي ودانۍ، خطي نسخې او فرهنګي سیمې لري، چې ساتنه یې د اسلامي هېوادونو ګډ مسوولیت ګڼل کېږي.
د فرهنګ او هنر مرستیال له اسلامي همکاریو ټولنې وغوښتل، چې د عامه کتابتونونو، ملي آرشیف، ملي موزیم او هنرستان ریاست د پیاوړتیا او عصري کولو په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه او همکاري وکړي.
خلیل ابراهیم اوکور د فرهنګي میراث د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي؛ د اسلامي همکاریو ټولنه به هڅه وکړي، چې د ګډو پروګرامونو له لارې د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې، بیارغونې، ډیجیټلي ثبت او نړیوالې پېژندنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ په بهرنیو هېوادونو کې به د افغان څانګهوالو(متخصصانو) د ګډون لپاره د روزنیزو او علمي پروګرامونو زمینه هم برابره شي، چې د هغوی تخنیکي وړتیاوې او مهارتونه نور هم پیاوړي شي.
هغه ویلي؛ د اسلامي همکاریو ټولنه هڅه کوي، چې د افغانستان فرهنګي اړیکې له اسلامي هېوادونو او نړیوالو فرهنګي بنسټونو سره پراخې کړي او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د ساتنې لپاره نور ګډ پروګرامونه هم پیل کړي.
د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو په فرهنګي او تاریخي برخو کې د افغان څانګهوالو د وړتیا لوړونې په اړه هم خبرې وکړې.