تازه خبرونه

د اسلامي همکارۍ ټولنې او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

دا لیدنه د شنبې پر ورځ د اسلامي همکارۍ ټولنې د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې د سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی ترمنځ په اسلام‌آباد کې د ښځو په اړه د اسلامي همکارۍ ټولنې د نهمې غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۵

 

د اسلامي همکارۍ ټولنې او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې لوړپوړو چارواکو د همکاریو د پیاوړتیا او له افغانستان څخه د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دا لیدنه د شنبې پر ورځ د اسلامي همکارۍ ټولنې د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې د سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی ترمنځ په اسلام‌آباد کې د ښځو په اړه د اسلامي همکارۍ ټولنې د نهمې غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

د اسلامي همکارۍ ټولنې د خبرپاڼې له مخې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا فرصتونه وڅېړل او هوکړه وشوه، چې د اسلامي امت د چارو د خدمت او د همکاریو د پراختیا لپاره څو ګډ پروګرامونه پیل کړي.

دواړو لورو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه او له بشري او پراختیايي ننګونو څخه د افغانستان د خلکو د ملاتړ پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

هغوی ټینګار کړی، چې اسلامي هېوادونه او نړیواله ټولنه باید پر همغږۍ اړینې مرستې برابرې او د بشري مرستو او مرستندویو پروګرامونو ساتل یقیني کړي.

د لیدنې په پای کې طارق علي بخیت د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې له هغو هڅو ستاینه وکړه، چې د اعتدال او منځلاریتوب د ارزښتونو د دودولو او د اسلامي امت د چارو د خدمت لپاره یې ترسره کوي.

Trending

Exit mobile version