تازه خبرونه

د اسلام‌کلا او ورېښمو له لارې راستنېدونکو ته د بیات بنیاد مرستې د پراخېدو په حال کې دي

د دوی د څرګندونو له مخې؛ هره ورځ سلګونه خلک خپلو ولایتونو ته لېږدول کیږي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۶, ۱۴۰۴

د بیات بنیاد چارواکو ویلي، چې د خوراکي او غذایي توکو د کڅوړو پر وېشلو سربېره بیات بنیاد د هرات ښار له مرکز څخه کابل ته د راستنېدونکو کډوالو کورنیو لېږد هم آسانه کړی دی.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ هره ورځ سلګونه خلک خپلو ولایتونو ته لېږدول کیږي.

د بیات بنیاد مسوول حاجي محمد اسماعیل وایي؛ یو شمېر افغانان، چې په وروستیو کې له اسلام کلا څخه هرات ته لېږدول شوي په ښه وضعیت کې ندي او باید د دوی لېږد ته لومړیتوب ورکړ شي.

بیات بنیاد راستنو شویو ته د خوراکي توکو د کڅوړو پر وېشلو سربېره د هرات له مرکزه کابل ته د یادو کورنیو د لېږد لپاره هم آسانتیاوې برابرې کړي او هره ورځ سلګونه کسان خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول کیږي.

له ایرانه دا راستنې شوې کورنۍ څو ورځې کیږي، چې په دې ځای کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.

سره له دې، چې دوی ته د لومړنیو خدماتو، اوبو او خوړو زمینه برابره شوې؛ خو اصلي ولایتونو ته د لېږد مسله یې لومړیتوب ده او ځینې راستانه شوي له سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل په دې اړه ویلي: “مونږ ته دنده سپارل شوې وه، چې نیمروز ولایت ته ولاړ شو. له نېکه‌مرغه له چارواکو سره مو خبرې وکړې او کابل ته مو د کډوالو د لېږدولو لپاره بسونه ترلاسه کړل. “

نوموړي زیاته کړې؛ “د هرات په اسلام کلا کې مو ژوره څاه له ټولو اسانتیاوو سره وکېندل شوه او مونږ اوسمهال د هرات په مولانا کمپ کې یوو، چې غواړو د بیات بنیاد په استازیتوب یو شمېر کډوال کابل ته ولېږدوو.”

په هرصورت ځینې راستنېدونکي په هېواد کې له سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتنه کوي، چې اصلي سیمو ته د دوی په لېږدولو کې ډېره همکاري وکړي.

راستنېدونکي متین ویلي: “مونږ له بیات خیریه بنیاد څخه ډېر خوښ یوو، چې مونږ ته یې مرستې ووېشلې؛ موټر یې چمتو کړاو دوی مو خپل منزل ته رسوي.”

راستنېدونکی سلیم احمدي وایي: “زه له دوی څخه د مرستې لپاره مننه کوم، چې مونږ ته یې راکړه.”

دغه راز د هرات په اسلام‌کلا پوله کې د مدني ټولنو ځینو فعالانو او رضاکارانو ویلي، چې د خیریه بنسټونو په ځانګړي توګه د بیات بنیاد له لارې دغو کورنیو ته هره ورځ د خوړو د وېش خدمات او لومړنۍ اړتیاوې چمتو شوي او وېشل شوي؛ خو ډېر تمرکز باید د دوی اصلي سیمو ته د دوی پر لېږدولو وشي.

د مدني ټولنې فعال قدوس خطیبي ویلي: “زما پر اند مسافرینو او مهاجرینو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې د ټرانسپورټ مسله مهمه ده. دا مهمه نده، چې تاسې څومره ټرانسپورټ غواړئ چمتو کړئ، مسافر به وي.”

د هرات د طبي او روغتیا خدماتو ټولنې مشر فهیم یوسفي هم ویلي: “موږ د ناروغانو د خدمت لپاره هر ډول درمل لرو. حتا د نسایي او ماشومانو څانګې، چې کډوالو ته خدمت کوي.”

بیات بنیاد له تېرو دوه اوونیو راپدېخوا بېرته راستنېدونکو کډوالو ته مرستې رسول پیل کړي. اوسمهال د دې بنیاد مرستې د هرات په اسلام‌کلا پوله، د نیمروز د ورېښمو لار او د هرات په مرکز کې زرګونه کډوال تر پوښښ لاندې راوستي دي.

Trending

Exit mobile version