سیمه ییز خبرونه

د اسيا زړه هېوادونه خپله دريمه غونډه د قزاقستان په پلازمينه الماتا كې جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دوشنبې په ورځ ( د وري ۵ ) په كابل كې د سيمې د هېوادونو استازو د اسيا زړه د هېوادونو د كنفرانس د تياري غونډه وكړه. په دغه كنفرانس كې به د سيمې د هېوادونو په كچه له ترهګرۍ او جرايمو سره د مبارزې پرڅرنګوالي او د دغو هېوادونو تر منځ د باور د فضا په جوړولو خبرې وشي.

د اسيا زړه هېوادونه خپله دريمه غونډه د قزاقستان په پلازمينه الماتا كې جوړوي. د دغو هېوادونو لومړۍ غونډه دوه كاله مخكې په تركيه كې او دويمه غونډه يې په كابل كې جوړه شوه.

په كابل كې د سميې د اتو هېوادونو تر څنګ د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو استازو د هغه پرېكړې پر موادو خبرې وكړي، چې تمه كېږي د غونډې په پاى كې به د پرېكړه ليك په بڼه خپره شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين وايي:

د سيمې هېوادونه له ګډو ګواښونو سره مخ دي او په كار ده، چې د دغو ګواښونو د لرې كولو لپاره په سيمه یيزه كچه همكارۍ زياتې شي.

په افغانستان كې د سولې د ټينګښت په اړوند د سيمې د هېوادونو په رول په داسې حال كې ټينګار كېږي، چې نړيوال ځواكونه له افغانستانه د وتو په حال كې دي.

په كابل كې د قزاقستان استازي تيمور رضا اووف هم ټينګار كړى، چې د سيمې په كچه له ستونزو سره د مبارزې لپاره يوې ګډې استراتيژۍ ته اړتيا ده.

تیمور رضا اووف همدارنګه وویل، دا مهمه ده، چې يوه شريكه اجندا ولرو او د سيمې په كچه د ستراتيژيو تنظيم را منځ ته كړو. دا به له مونږ سره مرسته وكړي، چې د سيمې په كچه له ترهګرۍ او نشه يي توكو سره مبارزې اغېزناكه شي.

دا په داسې حال كې ده، چې په افغانستان كې د روانو نا امنيو پړه تر ډېره په پاكستان اړول كېږي.

كارپوهان په دې باور دي، تر هغې چې پاكستان له تروريزم سره ريښتني مبارزه ونكړي، په افغانستان او په سيمه كې د ثبات ټينګښت له تمې لرې برېښي.

Trending

Exit mobile version