د هوا حالاتو بدلونونه
د اسپانیا په سیلابونو کې لږ تر لږه ۹۵ کسان مړه شول
انځورونه ښیې، چې د الباسیټه په لیټور ښار کې خټینې اوبه څپې وهي او موټر دېخوا او هخوا کیږي.
د اسپانیا د سویل د والنسیا په سیمه کې د چارشنبې پر ورځ (د لړم نهمه) سخت بارانونه د سیلابونو د راوتلو لامل شول او لږ تر لږه ۹۵ کسان یې مړه کړل.
انځورونه ښیې، چې د الباسیټه په لیټور ښار کې خټینې اوبه څپې وهي او موټر دېخوا او هخوا کیږي.
د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز په ایکس پاڼه کې د ورک شويو خلکو او د توپان له کبله پر رامینځته شويو زیانونو اندېښنه څرګنده کړې او لیکي: ډېر بام کوئ او له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړئ.
سانچیز په یوه ټلویزیوني وینا کې هغو کسانو ته په نغوته کې، چې اوس هم د خپلو عزیزانو په لټه کې دي وویل: ټوله اسپانیه له تاسې سره ژاړي.
د سیمې بېړنیو خدماتو له خلکو غوښتي، چې د سړکونو له تګ څخه ډډه وکړي او د رسمي سرچینو څخه نور معلومات وغواړي.
د سیلاب د شدت له امله د مادریډ او بارسلونا ښارونو ته د ریلګاډو تګ راتګ لغو شوی او په ځپل شویوو سیمو کې ښوونځي او عامه خدمات تړل شوي دي.
د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې د والنسیا په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی او په ځینو سیمو لکه توریس او یوتیل کې د باران اندازه ۲۰۰ ملي مټرو ته رسېدلې ده.
