تازه خبرونه

د اشرف غني وروستۍ خبرو د خلکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۸, ۱۴۰۰)

ډېر شمېر افغانان د تښتیدلي ولسمشر اشرف غني وروستۍ څرګندونې د هېواد او خلکو لپاره د هغه د نه پاملرنې پایله بولي او څرګندوي، چې نوموړي هېواد په ټولنیز او سیاسي بحران کې پریښود او میلیونونه خلک یې بې برخلیکه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې سلګونه کسان د بهرنیو سفارتونو په دروازو او هوايي ډګر کې لالهانده شول. دوی وايي، چې د اشرف غني تېښتي خلک له دې حالت سره مخ کړي دي.

د کابل اوسیدونکې شازیه وایي: د اشرف غني دې کور وران شي؛ د هېواد پیسې یې غلا کړې او خلک ورسره بې برخلیکه شول.

د کابل اوسیدونکي رباني نومي ویلي؛ ملامت اشرف غني دی او دا ټول ملت ته ښکاره شي.

د کابل اوسیدونکي عزت الله د اشرف غني د تېښتې او څرګندونو په اړه ویلي؛ خلک حیران پاتې دي، چې څه وکړي؛ ټول له ولږې او بېوسۍ تښتي.

اشرف غني له افغانستان څخه عربي متحده اماراتو ابوظبۍ ته پناه وړې او له هېواده د تېښتې کیسه یې په یوه ثبت شوي پیغام کې داسې پیل کړې ده:

ماسپښین مهال د کابل ښار د نظم او ادارې لپاره دفاع وزارت ته روان وم، چې ناڅاپه زما د فزیکي امنیت مسوولین د دې لپاره راغلل، چې یوه لویه فزیکي دسیسه یې شنډه کړې او زه یې له سیمې ویستم.

هغه له افغانانو غوښتي؛ هغه ګنګوسي و نه منئ، چې ګواکې ده پیسې له ځان سره لېږدولي دي.

دی په دې اړه وایي: زه په داسې حال کې له افغانستان څخه وایستل شوم، چې د څپلیو ایستلو او بوټانو د پر پښو کولو وخت مې و نه موند؛ … کتابونه، د یاداښتونو سلګونه کتابچې او شخصي لپټاپ او ټول محرم او دولتي اسناد مې… د نورو لاس ته ولویدل. 

اشرف غني دا هم ویلي، چې له یو شمېر سیاستوالو سره پر سلا مشورو بوخت دی، چې بېرته هېواد ته ستون شي.

متحده عربي اماراتو منلې، چې اشرف غني او کورنۍ یې دلته پناه اخیستې.

اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې: هغه د ترور له وېرې هېواد پریښود او ډېر ژر بېرته ستنیږي؛ خو د اشرف غني د حکومت بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، چې هغه څو ورځې دمخه له بهرنیو چارو وزارته خپل سیاسي پاسپورټ ترلاسه کړی و او هغه پوهیده، چې یوه ورځ به له دې هېواده تښتي.

طالبانو تر اوسه د اشرف غني د دغو تازه څرګندونو په اړه څه ندي ويلي.

له راپورونو له مخې؛ له اشرف غني سره په دې تېښته کې حمدالله محب، فضل محمود فضلي او لسګونه نور کسان لومړی اربکستان او له هغه ځایه د اماراتو ابوظبۍ ته تللي دي.

Trending

Exit mobile version