سیمه ییز خبرونه

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د رایو د تفتیش له بهیره ناخوښ دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غړي وايي، د تفتیش بهیر د هرې ورځې په تېرېدو له نویو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کېږي، چې که دا ستونزې حل نه شي د تفتیش پايلې به تر پوښتنې لاندې شی.

د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو پنځوس په سلو کې رایې تفتیش شوي، خو د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم وايي، چې د تفتیش بهیر له تازه ستونزو سره مخامخ دی.

د دغه ټیم غړی محمد ظاهر اغبر وايي، د صحي یو شان نښه، په یوه صندوق کې د یوه کاندید په ګټه د ۶ سوو رایو کارېدل او ځینی نور هغه مسایل دي، چې په وېنا يي ملګری ملتونه یې بابېزه ګڼي. دغه ټیم ځیني تصویرونه رسنیو ته ور وښودل او ادعا کوي، چې د تخطیو بېلګې دي.

د تحول او تداوم ټیم غړی محمد داوود سلطان زوی بیا وايي، چې د تفتیش دواړه بهیرونه پوره شفاف دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی سریر احمد برمک وايي، چې چارې يې شفافې دي او که د دغه کمیسیون کوم مامور سړغړونه کوي، له جدي غبرګون سره مخامخ کېږي.

هغه همدارنګه وايي، چې دوې ورځې وروسته به د رایو د ابطال پروسه هم پېل شي.

همدارنګه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، چې د سې شنبې په ورځ يې د رایو ۱۰۴۷ صندقونه پلټلي، چې په ټولیزه توګه، ۵۳ په سلو کې صندقونه پلټل شوي دي.

دغه راز د ۶ زرو صندقونو د ځانګړي تفتیش بهیر هم روان دی، چې د کمیسیون د چارواکو په وېنا تر اوسه ۲۰۹ صندقونه شمېرل شوي دي.

Trending

Exit mobile version