تازه خبرونه

د اصلاحاتو او همګرايې د ټيم لخوا یو ځل بیا د خطر زنګ وکړنګول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ د کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین مسئولین وايي، که ملګري ملتونه او د ټاکنو خپلواک کمیسیون يې تر چهارشنبې اتو بجو پورې غوښتنې ونه مني یو ځل بیا به ټاکنې تحریم کړي.
د لانجمنو ټاکنو د لاپېچلې کېدو په باب د اصلاحاتو او همګرايې د ټيم لخوا یو ځل بیا د خطر زنګ وکړنګول شو.
دغه ټیم تر چهارشنبې (د وږی ۵) اتو بجو پورې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملګرو ملتونو ته مهلت ټاکلی، چې غوښتنې یې ومني. دوی ګواښ کوي که غوښتنې یې ونه منل شي، ټاکنې به بیا تحریم کړي.
د دغه ټیم فني غړی فضل احمد معنوي وايي:
د یو شخص لخوا لاسلیک شوې فورمې د اعتبار وړ بلل شوې او د مشابه صحی علامې رای پاڼې د توافق پر خلاف د اعتبار وړ ګڼل شوي او د رایو سیستم ته داخلې شوې دي.
دغه راز دوی ادعا کوي، چې د ۱۸۴ نا امنو مرکزونو په ۱۹۰ محلونو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په ګټه صندقونه ډک شوي دی.
د هغه په وېنا ملګرو ملتونو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تفتیش او ابطال په باب د دوی غوښتنې نه دی منلي.
په همدې وخت کې د ډآکتر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپاین غړی د ابطال له پروسې ملاتړ کوي، خو زیاتوي، چې باید دغه بهیر د هغې لایحې پر بنسټ تر سره شي، چې مخکې پرې توافق شوی دی.
د ټآکنو خپلواک کمیسیون بیا وايي، چې د رایو تفتیش او ابطال د کاندیدانو لخوا امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د لاسلیک شوي توافق پر بنسټ پر مخ ځي او د تحریم لپاره هېڅ پلمه په لاس کې نشته.
تر اوسه ۷۳ اویا په سلو کې رايې تفتیش شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون همدارنګه وایي، چې د پایلو ۱۰۸۴۶ پاڼې يې د معلوماتو مرکزي سیستم کې داخلې کړې دي.

Trending

Exit mobile version