تازه خبرونه

د افغانانو د خپلمني خبرو په پیلولو کې ځنډ او خنډ راوستل بې ګټې دي- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد  ټینګار کوي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پیل کې ځنډ؛ د دې بهیر ویجاړوونکیو ته د خنډ زمینه برابروي.

خلیلزاد ویلي؛ له غني او عبدالله سره یې په خبرو کې ټینګار کړی، چې د خبرو د پیل لپاره پاتې شوي کارونه باید ژر تر ژره تر سره شي.

داسې  ښکاري، چې اوس هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره زمینه نده برابره شوې او زلمی خلیلزاد په دې برخه کې پر شته خنډ او ځنډ اندېښنه ښیي.

د کابل اوسیدونکی صابر ابدالي په دې اړه څرګنده کړې، چې خپلمنځي خبرې باید له ځنډ پرته پیل شي.         

یو بل هېوادوال ولی الله ساپي څرګنده کړې؛ خلک نور د ناامنیو او وژنو زغم نلري. د حکومت او طالبانو مشران باید سولې ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل په وړاندې یو اختلافي مورد د ځینو طالب بندیانو له خلاصون سره د افغان حکومت مخالفت او دغه راز د طالبانو لخوا په بریدونو کې زیاتوالی دی.

د طالبانو د پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي: له ځنډ او خنډ پرته باید بندیان خوشې او خپلمنځی خبرې پیل شي.       

د  امریکا د ولسي جرګې د پوځي خدمتونو جرګه ګۍ یوه لایحه تصویب کړې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل مشروطوي.

ځینو پخوانیو امریکایي چارواکو هم ویلي، چې دونالد ترمپ د خپلې ولسمشرۍ دورې تر پایه په افغانستان کې خپل څلور زره سرتېري ساتي.

تمه ده، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د همدې میاشتې په بهیر کې د دوحې پر کوربتوب پیل شي؛ خو ټاکل شوې، چې مخکې له دې به د افغانستان د سولې په اړه شاوخوا شل هېوادونه یوه ناسته جوړه کړي.

Trending

Exit mobile version