تازه خبرونه

د افغانانو د هوساینې لپاره له نړیوالې ټولنې مثبتې اړیکې غواړو – حقاني

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت ويلي؛ سراج الدین حقاني په خوست ولایت کې یوې غونډه ته ویلي، چې مونږ د خلکو د ستونزو د حل او د هېوادوالو د هوساینې لپاره له نړیوالې ټولنې د مشروع تعامل غوښتنه کوو.

کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست ولایت کې د دیني عالمانو او د قرآنکریم د حافظانو د فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډې ته ویلي، چې په کار ده له نړیوالې ټولنې سره مثبتې اړیکې وساتو.

سراج ادین حقاني ټینګار کوي؛ اوس نظام داسې دریځ ته اړتیا لري، چې د خلکو د ستونزو د حل او د هېوادوالو لپاره د آسانتیاوو د برابرولو لپاره ګټور تمام شي.

کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي: په دې غونډه کې دا اړینه نده، چې ووایو؛ مونږ له نړۍ سره تعامل غواړو یا مونږ د بندیزونو لرې کول غواړو یا نور شیان، بلکې مونږ دا کار د خپلو خلکو لپاره کوو او غواړو، چې اسانتیاوې رامنځته او هغه مخالفت، چې ما د کفارو پر وړاندې لره؛ اوس یې نرموم، ځکه غواړم د خپلو خلکو زخمونو ته ملهم شوو.

دغه راز سراج الدین حقاني له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې له خلکو سره په چلند کې له احتیاطه کار واخلي او داسې کار ونکړي، چې خلک له نظام څخه کرکه وکړي.

سراج الدین حقاني وایي: نن مونږ ځانونه دومره حقدار ګڼو، چې د ټول نظام ننګول، انحصارکول او بدنامول زموږ د فکر او مزاج بنسټ ګرځېدلی دی. الله پاک دې زمونږ اعمال او نیتونه سم کړي؛ دا حالت نور د زغم ندی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست له امنیتي ځواکونو غوښتي، چې له خلکو سره نرم او ښه چلند وکړي او داسې چلند ونکړي، چې له نظام څخه د خلکو زړونه تور شي.

نوموړي ویلي: زمونږ ته له دې ټولو ستونزو سره سره مو مناسبه نده، چې اخلاقي چلند مو خلک له مونږ او مذهب څخه کرکې ته اړ کړي. که له مونږ څخه کرکه وشي؛ دا کومه ستونزه نده، خو د هغه ادرس درناوی او کرامت اړین دی، چې مونږ یې استازیتوب کوو.

له نړیوالې ټولنې سره د مثبتو تعاملاتو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ ۱۷ میاشتې تېرې شوې؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی.

د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو خوندیتوب، د یوه ټولګډونه حکومت جوړول او ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکول؛ د اسلامي امارت د پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له اساسي شرطونو څخه دي؛ خو اسلامي امارت وايي، چې د رسمیت پېژندلو ټول شرطونه یې پوره کړي دي.

Trending

Exit mobile version