تازه خبرونه

د افغانانو د چټکې ستنېدا لپاره نوې لارې پرانیستل شوې – پاکستان

Published

on

د پاکستان د لنډمهالي حکومت مسوولینو څرګنده کړی، چې د دوشنبې پر ورځ یې د بې اسنادو افغانانو د چټکې ستنېدا لپاره درې نوې لارې پرانیستې دي.

د رویترز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي ویلي، چې د چمن پر لویې لارې سربېره درې نوې لارې هم جوړې شوې دي.

هغه زياته کړې، چې د کډوالو د ستنولو له کبله د چمن پر لويه لار ډېره ګڼه ګوڼه وه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د څرګندونو له مخې؛ د اکتوبر په لومړیو کې د نوې تګلارې له اعلان راپدیخوا څه باندې ۲۸۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه وتلي دي.

د نومبر پر لومړۍ نېټه د داوطلبانه وتلو لپاره د ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته اسلام‌آباد په ټول پاکستان کې د مهاجرینو د راټولولو او ایستلو عملیات پیل کړي دي.

پاکستان تر دې دمه د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د ډلو او لویدیځو سفارتونو هغه غوښتنې رد کړي، چې د افغانانو نیول، ځورول او شړل دې ودروي او یا دې پرې له سره غور وکړي.

کابل هم له اسلام‌آباده غوښتي، چې افغان وګړیو ته د وتلو لپاره پوره وخت ورکړي.

د مهاجرو د ایستلو بهیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو کچه راټیټه کړې؛ اسلام‌آباد ادعا کوي،  چې وسله‌وال د افغانستان خاوره پر دوی د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره کاروي؛ خو اسلامي امارت ويلي، چې د پاکستان امنیت د هغو خپله کورنۍ ستونزه ده.

Trending

Exit mobile version