تازه خبرونه

د افغانانو ناڅاپي ایستلو د ایران د بوټانو او څرمنې صنعت و لړزاوه

سعید حیاتي له ایراني رسنیو سره په یوه مرکه کې دا ټینګار هم کړی، چې د څرمنو او بوټانو تولیدونکو له ۵۰ سلنې ډېر کارګران افغانان ول؛ خو اوس د چټکو سیاسي پرېکړو له کبله د دې سکټور صنعتي بازار پر ټپه ولاړ دی.

Published

on

د تهران د څرمنو او بوټانو پلورونکو ټولنې مشر سعید حیاتي له ایران څخه د افغان کډوالو پراخه ستنېدا ارزولې او د هېواد په صنعت کې یې له بې‌ ساري رکود څخه خبر ورکړی او څرګندوي، چې له بدیل پرته د افغان کارګرانو ایستلو د هېواد تولیدي بهیر ته سخت ګوزار ورکړی دی.

سعید حیاتي له ایراني رسنیو سره په یوه مرکه کې دا ټینګار هم کړی، چې د څرمنو او بوټانو تولیدونکو له ۵۰ سلنې ډېر کارګران افغانان ول؛ خو اوس د چټکو سیاسي پرېکړو له کبله د دې سکټور صنعتي بازار پر ټپه ولاړ دی.

سعید حیاتي د ایراني چارواکو پر پرېکړې نیوکه کړې او زیاتوي: “د دغه سیاست له پلي کولو مخکې باید لږ تر لږه د بدیلو کارګرانو پر چمتو کولو غور شوی وای. “

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس د ډالرو پر لوړېدو، لوړو کرایو، د اوبو کمښت او د برښنا نشتوالي سربېره د څرمنو کارخونې د کاري ځواک له جدي کمښت سره مخ دی، چې د کورني تولید راتلونکی ګواښي.

حیاتي ټینګار کړی: “مونږ په دې برخه کې کارونه کړي؛ خو دا کړنه باید تدریجي، اصولي او انساني ترسره شوي وای. ټول تېوتنه کوي؛ ټول افغان کارګران باید د څو کسانو د تېروتنې له کبله په شپه کې مجازات او له هېواده شړل شوي نه وای.”

هغه په نورو سکټورونو کې هم ورته زیانونو ته داسې نغوته کړې: هغه خبرداری ورکړ، چې د دې بهیر روان ساتل کولی شي د ایران اقتصاد او د خلکو دېره زیانمنه کړي؛ ځکه، چې مهاجر کارګران په تولید کې د پام وړ ونډه لري. په ځانګړي توګه په مسلکي برخه کې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي؛ اوسمهال په هېواد کې شاوخوا شپږ میلیون افغان کډوال شته، چې دوه میلیون یې “ناقانونه” ژوند کوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا یو ملیون افغان کډوال له هیواده ایستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version