تازه خبرونه

د افغانانو یوه کورنۍ په کولالمپور هوایي ډګر کې له جعلي ویزو سره ونیول شوه

دا کورنۍ، چې له یوه نرینه او درې میرمنو جوړه ده؛ د ۱۳۲ بهرنیو وګړو د اسنادو د پلټنې او څارنې د عملیاتو په بهیر کې پېژندل شوې ده.

Published

on

د مالیزیا د سرحدي څارنې او ساتنې خدماتو ادارې(AKPS) ویلي؛ څلور هغه افغان وګړي په کوالالمپور نړیوال هوایی ډګر (KLIA) کې د جعلي ویزو پر کارولو ونیول شول، چې مالیزیا ته یې د ننوتلو هڅه کوله.

دا کورنۍ، چې له یوه نرینه او درې میرمنو جوړه ده؛ د ۱۳۲ بهرنیو وګړو د اسنادو د پلټنې او څارنې د عملیاتو په بهیر کې پېژندل شوې ده.

د AKPS د خبرپاڼې له مخې؛ دا کسان د زمري پر دوه‌یمه / د جولای پر څلیریشتمه د شپې پر ۹:۲۰ په اماراتي الوتنه EK342 کې مالیزیا ته ورسېدل؛ خو مقرراتو ته پر نه‌پاملرنه یې ځانونه د کډوالۍ ادارې چارواکو ته ورونه‌پېژندل.

په خبرپاڼه کې راغلي: “دا کسان څو ورځې پر شکمنه بڼه د ټرمینل شاوخوا ته ګرځېدل، چې د هوایي ډګر KLIA  د لومړي ټرمینل د څارنې ډلې پام یې ځانته راواړاوه.” له نږدې ارزونې وروسته وموندل شوه: دې کورنۍ پرته له دې، چې د کډوالۍ د څارنې اړین پروسیجرونه تېر کړي؛ څلور ورځې د ټرمینل دننه تېرې کړې دي.

د دوی د سفري اسنادو ارزونې وښوده، چې د دوی ویزې جعلي وې او د پوښتنو ګرویګنو په بهیر کې دغو کسانو اعتراف وکړ، چې د ادعاوو برعکس یې هیڅکله له ازبکستان څخه تېر شوي ندي.

دوی ویلي، چې جعلي ویزې یې د یوه کمیشن پر مرسته د ۶۰۰۰ امریکایي ډالرو په بدل کې ترلاسه کړې دي.

له دې پېښې وروسته AKPS د دغو څلور کسانو د “نه ننوتلو اجازه” (NTL) امر صادر کړ او ټاکل شوې، چې دوی د زمري پر اتمه / د جولای پر دېرشمه په اماراتي الوتکه کې افغانستان ته راستانه کړی شي.

Trending

Exit mobile version