سوداگري

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ د چارواکو درې اړخیزه غونډه ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د لوژستیک او ترانسپورت په ملي نندارتون کې ګډون وکړ او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې د مسوولینو ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې د ستر سلاکار انجنير ميرويس غفوري پر مشرۍ د ازبکستان د لوژستيکي او ترانسپورت له ملي نندارتون څخه، چې په تاشکند ښار کې جوړ شوى و؛ د لوژستيکي او ترانسپورتي برخو د بېلابېلو شرکتونو له استازیو او مسوولينو سره وکتل او د ترانسپورت او لوژستیک د برخې د بارونو د کانتینري کولو، واګون او ماشینونو جوړولو په اړه بحثونه وشول.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون په څنډه کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ د چارواکو تر منځ درې اړخیزه غونډه تر سره شوه او د ترانس افغان اوسپنې پټلۍ د پروژې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: په دې غونډه کې يادې پروژې ته د پانګونې د جلبولو په تړاو د يوه نړيوال شرکت له‌خوا پر چمتو شويو معلوماتو وړاندې کولو بحث وشو او د يادې طرحې د بشپړېدو لپاره اصلاحي نظريې وړاندې شوې.

د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې زیاته کړې، چې د دغې ناستې په پای کې د درې واړو هېوادونو د اوسپنې‌پټلۍ مسوولینو پرېکړه وکړه، چې د یاد راپور له بشپړېدو وروسته به د دغو هېوادونو، مالي او پولي موسسو او شرکتونو د پانګونې د جلبولو لپاره ژر تر ژره دغه پروژه پیل او د تاشکند به یې په یوه نندارتون کې به نندارې ته وړاندې شي، چې د هېوادونو پانګونه، سازمانونه او شرکتونه راجلب او په حقیقت کې د دې مهمې پروژې کار پیل کړي.

Trending

Exit mobile version