بی بی سی پښتو

د افغانستان، امریکا او روسیې ګډه ناسته

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد، امریکا او روسیې په درې اړخیزه ناسته کې د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر او تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار وشو.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې دا ناسته پرون( د جون۱۵) د سرپرست وزیر حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوب او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزازد ترمنځ د ویډیو کانفرنس له لارې وشوه:

“په دې ناسته کې مسکو او واشنګټن د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو خوشي کولو هرکلی شوی او د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره دا ګام ضروري بلل شوی دی”.

په دې ناسته کې د باور جوړولو او د خبرو لپاره د مناسبې چاپېریال رامنځ ته کولو په خاطر پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمولو غږ شوی دی.

* داسې سوله چې افغان ښځو ته یې هم خیر ورسېږي

* افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو ګټې او تګلارې

* افغان سوله؛ د امریکا او پاکستان اختلاف پر څه دی؟

د اعلامیې له مخې خبرو کې ښکېلو خواوو پر طالب وسلوالو هم غږ کړی چې دوحه کې له امریکا سره د سولې تړون د ژمنو له مخې دوی هم د افغان حکومت بندیان خوشي کړي.

د افغان طالبانو او امریکا د سولې تړون له مخې، حکومت پنځه زره طالب بندیان او مقابل کې دا ډله هم زر حکومتي بندیان خوشي کوي.

افغان حکومت تر اوسه درې زره طالبان بندیان خوشي کړي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره پنجشنبه د امریکا اټلانټیک کونسل بنسټ سره ځانګړې مرکه کې وویل افغان حکومت به ډېر ژر دوه زره نور طالب بندیان خو شي کړي.

طالبانو هم تر اوسه د حکومت څه باندې پنځه سوه بندیان خوشي کړي او هم یې وروستیو کې ژمنه کړې چې دا شمېر به زرو ته ورسوي.

د سولې خبرو ته هیلې

Getty Images
تمه ده چې د افغانانو خپلمنځي خبرې قطر کې پیل شي.

په تېره یوه اوونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل هیلې زیاتې شوې او دې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان ولسمشر سره کتلي.

همدا راز د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د شخړو د اوارولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې د قطر بهرنیو چارو وزير ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني هم کابل ته تللی وو.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم وایي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د ځای په اړه تر اوسه افغان حکومت کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی، خو یوازې لومړنۍ ناسته به په دوحه کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version