لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه خراسان فاریاب ته ۲-۰ ماتې ورکړه

دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۵, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په پېنځه‌ویشتمه لوبه کې ابومسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب ته ۲-۰ ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو هڅې وکړې؛ خو له رامنځته شویو فرصتونو هیڅ یو هم پر ګول وهلو بریالی نه‌شو او دواړه لوبډلې له ګول پرته مساوي پایلې سره دمه‌ځای ته ولاړې.

د دوه‌یمې نیمایي له پیل یوازې دوه دقیقې وروسته ابومسلم فراه لومړی ګول وواهه او له سیالې لوبډلې مخکې شو.

وروسته علی‌رضا پناهي د ابومسلم فراه لپاره دوه‌یم ګول وواهه او خراسان فاریاب ته یې د دوه‌یم ګول اجازه ورکړه، چې په پایله کې لوبه د ابومسلم فراه پر بریا پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې د ابومسلم فراه لوبغاړو ۱۳ فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. خراسان فاریاب هم اووه فاولونه وکړل او یو ژېړ کارت یې ترلاسه کړ.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Trending

Exit mobile version