لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه
دا لوبه نن(سېشنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اتهویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.
دا لوبه نن(سېشنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نهشو او لومړۍ نیمایي لوبه بېګوله پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.
له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوهیم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.
خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.
استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوهیمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.