لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
عینو مېنې لوبه ښه پیل کړه او محمد یعقوب د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخکې کړه.
عینو مېنه کندهار او عمر ځواک هرات د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دولسمه لوبه کې نن(شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې سره مخ شول، چې لوبه یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
عینو مېنې لوبه ښه پیل کړه او محمد یعقوب د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخکې کړه.
دغه راز عمر ځواک هرات اته دقیقې وروسته ځواب ورکړ او نعمتالله کریمي په څوارلسمه دقیقه کې د عینو مېنې پر دروازې توپ وردننه کړ او لوبه یې مساوي کړه.
د لوبې په دوام کې دواړو لوبډلو د بریا ګول وهلو هڅې وکړې؛ خو په دوهیمه نیمایي کې رامنځته شوې هڅې پر ګول بدلې نهشوې او لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
د عینو مېنه کندهار لوبډلې اهلالله درمان د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
عینو مېنه کندهار به په راتلونکې لوبه کې له سرسبز یاشلر فاریاب سره لوبه کوي او عمر ځواک هرات به له آرمان افسي سره مخ شي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.