لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو پیل شو؛ ابو مسلم او خراسان فاریاب لومړۍ او دوهیمه لوبه وګټله
دغه راز ابو مسلم فراه لوبډلې وکولی شول، چې د لوبې په دوهیمه نیمایي کې ۳ نور ګولونه ووهي او استقلال کابل ته ۵ – ۰ ماتې ورکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د شنبې پر ورځ( د لیندۍ لومړۍ ) د کابل په غازي لوبغالي کې د سپورت چارواکو او فوټبال مینهوالو په شتون کې پیل او د سیالۍ په لومړۍ لوبه کې د استقلال کابل او ابو مسلم فراه لوبډلې له یو او بل سره مخامخ شوې.
د لوبې پر مهال دفاعي اتل ابو مسلم فراه لوبډلې وکولی شول، چې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې لوبه په ۲ – ۰ وګټي.
دغه راز ابو مسلم فراه لوبډلې وکولی شول، چې د لوبې په دوهیمه نیمایي کې ۳ نور ګولونه ووهي او استقلال کابل ته ۵ – ۰ ماتې ورکړي.
د نن په دوهیمه لوبه کې جوانان پیروزي او خراسان فاریاب لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې.
په لومړۍ نیمایي کې لوبه ۱ -۰ د خراسان فاریاب پر ګټه پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې جوانان پیروزي یو ګول هم ونشو وهلی او په پایله کې یې ۲ – ۱ خراسان فاریاب ته لوبه بایلوله.
د دې لیګ مینهوال کولی شي د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهیمه) د سهار ۱۰:۳۰ د اتفاق خانزاده او عینو مېنې لوبډلې ترمنځ درېیمې لوبې ته سترګې پر لار وي.
په څلورمه لوبه کې به د ماسپښین پر ۲:۰۰ د ارمان او صرافان هرات لوبډلې له یو بل سره مخامخ شي.
آریانا ټلویزیون به په ځانګړي توګه د دې لیګ ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه تولید او خپروي او په ټول هېواد کې یې مینهوال کولی شي وګوري.
د یادونې ده، چې دا لیګ به د لیندۍ تر شپږویشتمه / د ډسمبر تر اووهلسمې پورې پورې روان وي.
