تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو د امرالله صالح ورور روح الله وژلی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۴۰۰)

د پخواني ولسمشر اشرف غني د مرستیال امرالله صالح د کورنۍ غړیو ادعا کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو په پنجشېر کې د نوموړي وسلوال ورور روح الله عزیزي اعدام کړی دی.

رویټرز د صالح د ورور روح الله عزیزي د مړینې خبر د نوموړي د زوی عبادالله صالح د څرګندونو له مخې خپور کړی دی.

عبادالله صالح رویټرز ته په په ډاګه کړې: هغوی تېره ورځ زما تره اعدام کړ.

دغه راز رویټرز د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې نوموړی په پنجشیر کې امنیتي ځواکونو د جګړې پرمهال وژلی دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې په پنجشېر کې د افغانستان د ملي مقاومت ځواکونه دمګړۍ د سیمه ییز مشر احمد مسعود پر مشرۍ د اسلامي امارت سره نه یوازې د مخالفت ژمنه کړې، بلکې د هڅو د دوام ټټر یې هم وهلی دی.

ویل کیږي، چې د پنجشېر مرکز بازارک او نورې اړوند سیمې د اسلامي امارت ځواکونو نږدې دوه اوونۍ مخکې له یو لړ نښتو وروسته ونیولې؛ خو په ځینو سیمو کې تر دې دمه هم مخالفت روان دی.

Trending

Exit mobile version