تازه خبرونه
د افغانستان انارو پر لومړځل قزاقستان ته صادر شول
د دې وزارت د نننۍ (دوشنبه د تلې اوومه) خبرپاڼې له مخې؛ دا لومړی ځل دی، چې له کندهار ولایت څخه انار قزاقستان ته صادرېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي، له کندهار ولایت څخه ۲۳ ټنه انار د تورغنډۍ بندر له لارې د قزاقستان الماتا ښار ته صادر شول.
د دې وزارت د نننۍ (دوشنبه د تلې اوومه) خبرپاڼې له مخې؛ دا لومړی ځل دی، چې له کندهار ولایت څخه انار قزاقستان ته صادرېږي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې؛ دغه وزارت ژمن دی، چې نورو هېوادونو ته هم د افغانستان تولیداتو او محصولاتو ته د صادراتو زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
د یوناما مرستیال او د هلمند والي د اقتصادي او پراختیايي پروژو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
په دې ناسته کې، چې د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د عمومي وضعیت، امنیت او ثبات ترڅنګ د اقتصادي فعالیتونو، پراختیايي چارو، روغتیا، کرنې، د پروژو لپاره د بودجې جلب او د کرنیزو او تولیدي توکو د بازار موندنې په اړه خبرې شوې دي.
د هلمند والي امانالدین منصور او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د مرستیال برونو لیمارکي ترمنځ په ناسته کې د اقتصادي او پراختیايي پروژو پر پیاوړتیا، د روغتیايي چوپړتیاوو پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې او د کوکنارو د بدیل معیشت برابرولو ټینګار وشو.
په دې ناسته کې، چې د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د عمومي وضعیت، امنیت او ثبات ترڅنګ د اقتصادي فعالیتونو، پراختیايي چارو، روغتیا، کرنې، د پروژو لپاره د بودجې جلب او د کرنیزو او تولیدي توکو د بازار موندنې په اړه خبرې شوې دي.
د یوناما مرستیال برونو لیمارکي ویلي، په هلمند کې رامنځته شوي امنیت او ثبات د اقتصادي او پراختیايي فعالیتونو لپاره ښه زمینه برابره کړې او یوناما په دې برخه کې له ترسره شویو هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي د کوکنارو د کښت د مخنیوي ترڅنګ بزګرانو ته د حلال او دوامدار بدیل معیشت د برابرولو اړتیا مهمه وبلله او وایي، چې د قانوني او ګټورو کرنیزو بدیلونو پیاوړتیا کولی شي د بزګرانو اقتصادي ستونزې راکمې کړي.
دغه اراز هغه ویلي، په هلمند کې یو شمېر مهمې اقتصادي او پراختیايي پروژې روانې دي؛ خو د دغو پروژو د پراختیا او د خلکو د ملاتړ لپاره ډېرو ګډو هڅو ته اړتیا ده.
په دې ناسته کې د پروژو لپاره د بودیجې د جلب او د روغتیايي چوپړتیاوو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي او د اړوند ادارو ترمنځ پر ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.
د هلمند والي امانالدین منصور د ولایت د عمومي وضعیت، امنیت، اقتصادي فعالیتونو، پراختیايي چارو، روغتیا، پوهنې او کرنې په اړه معلومات ورکړل او د هلمند د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
دغه اراز د هلمند د پنبې او نورو کرنیزو او تولیدي توکو د بازار موندنې په اړه تفصیلي خبرې وشوې او څرګندوي، چې ازبکستان د افغانستان د پنبې پېرلو ته ښه لېوالتیا ښودلې ده.
په دې ناسته کې د هلمند والي او د یوناما مرستیال ترڅنګ د ولایت مقام، پوهنې، کډوالو چارو، اقتصاد، عامې روغتیا، کرنې او معدن او صنایعو خونې مسوولانو هم ګډون کړی و.
د یوناما له مرستیال سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برابرۍ او پیاوړتیا ادارې عمومي رییسې سوزن فرګوسن، په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د دفتر عمومي رییسې میاه پارک، په افغانستان کې د نشهيي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر عمومي رییس پولیا لوکي سیري، د یونیسف او د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازو او یو شمېر نورو مسوولانو ملتیا کوله.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د هلمند د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو، د اقتصادي او پراختیايي فعالیتونو د پیاوړتیا، د روغتیايي چوپړتیاوو د پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې او نورو ګډو برخو کې د همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت پلاوي چین ته خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه
د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رییس مولوي زینالله عابر پر مشرۍ دغه پلاوي د سپټمبر پر اتمه د چین پر رسمي بلنه په لیانیونګانګ ښار کې پیل شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی و. په دې کنفرانس کې د ۱۲۷ هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو، لوړپوړیو مسوولانو او د نړیوالو امنیتي بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت درې کسیز پلاوي په چین کې د نړیوال امنیتي کنفرانس له ګډون، د دغه هېواد له امنیتي او اداري مسوولانو او د بېلابېلو هېوادونو له استازیو سره له لیدنو وروسته خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه.
د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رییس مولوي زینالله عابر پر مشرۍ دغه پلاوي د سپټمبر پر اتمه د چین پر رسمي بلنه په لیانیونګانګ ښار کې پیل شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی و. په دې کنفرانس کې د ۱۲۷ هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو، لوړپوړیو مسوولانو او د نړیوالو امنیتي بنسټونو استازو ګډون کړی و.
پلاوي د کنفرانس په درې واړو برخو کې فعاله ونډه واخیسته؛ د امنیتي موضوعاتو په اړه یې د ګډونوالو ویناوې واورېدلې، له چینايي امنیتي او اداري مسوولانو سره یې کاري ناستې وکړې او د دغه هېواد له امنیتي او شرطې(پولیسو) اړوند ادارو څخه یې لیدنې وکړې.
د کنفرانس په اصلي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام سر یاور عبدالرحیم ثاقب د اسلامي امارت د امنیتي تګلارې، د هېواد د امنیتي وضعیت او په دې برخه کې د لاسته راوړنو په اړه پراخه وینا وکړه. د نوموړي وینا هممهاله د کنفرانس ګډونوالو ته پر څو ژبو وژباړل شوه.
د اسلامي امارت پلاوي د کنفرانس په څنډه کې د چین د عامه امنیت وزارت له امنیتي او تأمیناتي مسوولانو سره هم کاري لیدنه وکړه.
دغه راز یې د متحده عربي اماراتو، لیبیا، تاجکستان، الجزایر، تونس، ایران، سوریې، عراق، پاکستان، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو له استازیو سره بېلابېلې لیدنې وکړې.
د سفر پر وروستۍ ورځ دې پلاوي د سوژو ښار د عامه خدمتونو له یوې ادارې څخه هم لیدنه وکړه او وروسته یې په چین کې د اسلامي امارت له سفارت سره پر لیدنه خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه.
په دې سفر کې د زینالله عابر ترڅنګ عبدالرحیم ثاقب او د کورنیو چارو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لوی رییس محمد ناصري هم ګډون کړی و.
تازه خبرونه
ټرمپ ایران ته د چینايي بنسټونو د مرستې راپور رد کړ
« والسټریټ ژورنال» د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران د جولای له هغه برید مخکې، چې درې امریکايي سرتېري په کې ووژل شول، د دغې اډې سپوږمکیزو انځورونو ته لاسرسی موندلی و.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې چینايي بنسټونو ایران ته په اردن کې د یوه امریکايي پوځي اډې سپوږمکیز انځورونه لېږدولي دي.
« والسټریټ ژورنال» د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران د جولای له هغه برید مخکې، چې درې امریکايي سرتېري په کې ووژل شول، د دغې اډې سپوږمکیزو انځورونو ته لاسرسی موندلی و.
ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې کې له چینایي ولسمشر شي جینپینګ سره د راتلونکې لیدنې پر مهال د دې موضوع د مطرح کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې چین او امریکا دواړه د جاسوسۍ او څارنې فعالیتونه لري.
هغه له شي جینپینګ سره خپلې اړیکې هم ښې وبللې او وایي، چې دواړه هېوادونه « معقول» چلند کوي.
د راپورونو له مخې؛ ټرمپ او شي جینپینګ ټاکل شوې، چې د سپټمبر پر څلیریشتمه په امریکا کې سره وګوري؛ خو چین تر اوسه دا لیدنه تائید کړې نهده.
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
-
سوداگري5 days agoیو اماراتي شرکت د سالنګ د دوهیم تونل او درملو یوې کارخونې جوړولو ته لېواله شو
-
تازه خبرونه4 days agoد هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې
-
لوبی5 days agoافغانستان په اماراتو کې له بنګلهدېش او زیمبابوې سره کرکټ لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران دې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي – پاکستان
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او بنګلهدېش د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
