تازه خبرونه

د افغانستان انزوا د افغانانو او نورو هېوادونو په ګټه نده   

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان لومړی وزیر وايي، د افغانستان انزوا به ستونزې نورې هم زیاتې کړي او دا د هیڅ هېواد په ګټه نده.

د پاکستان لومړي وزیر شهبار شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې ویلي؛ که نړیواله ټولنه غواړي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ریښې وچې شي باید له سرپرست حکومت (اسلامي امارت) سره تعامل او همکاري وکړي.

نوموړی وایي: پاکستان په افغانستان کې د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په ګډون د سترو ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي؛ خو د دې ستونزې د لرې کولو لپاره اړتیا ده، چې له سرپرست حکومت سره هر اړخیزه همکاري وشي.

د پاکستان لومړی وزیر له له اسلامي امارته غواړي، چې د دوحې په تړون کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي او افغان ښځو او نجونو ته د کار او زدکړې زمینه برابره کړي.

شهباز شریف څرګنده کړې؛ پاکستان غواړي؛ افغانستان له ګاونډیانو سره په سوله کې وویني او پرته له دې، چې له خلکو سره د نژاد، مذهب او جنسیت له په پام کې نیولو سره چلند وشي؛ ځکه د حکومت انزوا دا ستونزې نورې هم زیاتوي. یو سوله ییز او په اړیکو کې ښکېل افغانستان د هر چا په ګټه دی. مونږ د افغانستان د مالي زیرمو خلاصېدل او د دې هېواد بانکدارۍ سیستم د بیا ژوندي کېدو غوښتونکي یوو.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر له وینا یوه ګړۍ وروسته خبري غونډه کې برخه واخیسته او وایي؛ د نوي افغان حکومت( اسلامي امارت) پر رسمیت پېژندلو هڅې به هغه وخت بریالۍ شي، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړی زیاته کړې؛ سرپرست حکومت( اسلامي امارت) یوازې د خپلو ژمنو په پوره کولو او د نړۍ د یوه رغنده غړي په توګه له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو لرلو له لارې خپلې موخې ترلاسه کولی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري ویلي: … د نوي افغان حکومت( اسلامي امارت) د رسمیت پېژندلو هڅې به هغه وخت ګټورې وي، چې دوی خپلې ژمنې پوره کړي. که چېرې دوی د ښځو حقونو، تعلیم، د تروریزم مخنیوی او د یو ټولګډونه حکومت رامنځته کولو ته پام وکړي، نو زه هیله لرم، چې ښې پایلې به ولري.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم غواړي، چې د افغانستان ستونزې د بین الافغاني خبرو له لارې حل شي.

که څه هم اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی؛ خو ژمنه یې کړې، چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د اسلامي شریعت په چوکات کې د ټولو افغان وګړیو حقونه خوندي دي.

اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې د ګاونډ هېوادونو په ګډون د هیڅ هېواد امنيت ته له افغانستان ګواښ نه پېښيږي.

Trending

Exit mobile version