سوداگري
د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د ۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۵ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال فیضاحمد خوافي ویلي، چې دغه هوکړهلیکونه د ۱۳۰ ازبکستاني سوداګرو او پانګهوالو، د فرغانې ولایت والي، یو شمېر سیمهییزو چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو په غونډه کې، چې په مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او شرکتونو ترمنځ د ۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال فیضاحمد خوافي ویلي، چې دغه هوکړهلیکونه د ۱۳۰ ازبکستاني سوداګرو او پانګهوالو، د فرغانې ولایت والي، یو شمېر سیمهییزو چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو هوکړهلیکونو د لاسلیک موخه د سوداګریزو همکاریو پراخول، د پانګونې زیاتول او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.
دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې کابل او تاشکند په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.