تازه خبرونه
د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونو د همکاریو د پراختیا په اړه ناسته ترسره کړه
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، چې د یوه لوړې اقتصادي او سوداګریز پلاوي پر مشرۍ کابل ته پر درې ورځني سفر راغلی؛ د خصوصي سکټور او د هېواد د صنایعو او کانونو د خونو له مسوولینو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونو په یوه ګډه ناسته کې د اقتصادي اړیکو د پراخېدو، د سوداګریزو راکړو ورکړو د ودې او د کانونو له ظرفیتونو د ګټې اخیستنې په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، چې د یوه لوړې اقتصادي او سوداګریز پلاوي پر مشرۍ کابل ته پر درې ورځني سفر راغلی؛ د خصوصي سکټور او د هېواد د صنایعو او کانونو د خونو له مسوولینو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
په دې ناسته کې ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې د ایران حکومت ګاونډیانو په ځانګړي توګه افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي، چې د سوداګریزو راکړو ورکړو او پانګونې کچه لوړه کړي.
په افغانستان کې د ایران سفارت چارسمبالي عليرضا بیګدلي د ایراني پلاوي د سفر موخه د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوو همکارۍ فرصتونو ارزونه یاده کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکو ويلي؛ دا خبرې اترې کولی شي د کابل او تهران په اقتصادي اړیکو کې د کارموندنې فرصتونه او نوې خوځښت رامنځته کړي.
د ناستې ګډونوالو د صنعتي، کاني او سوداګریزو همکاریو د پراخېدا په اړه ویلي؛ دواړه هېوادونه کولی شي د دوه اړخیزو همکاریو لپاره ګډ پلان جوړ او د همدې پلان پر همکاریو خپل فعالیتونه پراخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ بهیر په وروستیو میاشتو کې د زیاتېدو په حال کې دی او د دواړو لورو اقتصادي پلاوو تګ راتګ کولی شي د دغو همکاریو وده او پراختیا رامنځته کړي.