سیمه ییز خبرونه
د افغانستان او ایران ولسمشرانو د لوی اختر په مناسبت تیلیفوني خبرې وکړې
د ایران او افغانستان مشرانو په سیمه او نړۍ کې د تروریزم او افراطیت په خلاف د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې او دواړو ولسمشرانو ټینگار کړی، چې د دواړو هېوادونو د ښه گاونډیتوب اړیکې دې همدا شان دوام وکړي.
د ایران ولسمشرحسن روحانِ د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي هوکړه لیک لاسلیک ته په نغوته کې ویلي:
مهمه ده، چې د افغانستان امنیت او ثبات یقیني شي.
ایران وړاندې له دې د دغه تړون له لاسلیک سره په زغرده مخالفت ښکاره کړی و.
ولسمشراشرف غني د خپل کار په دوه یمه ورځ له واشنگټن او ناتو سره امنیتي هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د دغه تړون له مخې به له ۲۰۱۴م کال وروسته افغانستان کې نږدې لس زره امریکایي او ۲۵۰۰ د ناتو سرتيري پاتې کیږي، چې دنده به یې د افغان ځواکونو تجهیز، روزنه او د القاعده او بنسټ پالو له پاتې شونو سره مبارزه وي.
دا لومړی ځل دی، چې داکتر محمد اشرف غني احمدزی د ولسمشر په توگه له لوړې وروسته د ایران له ولسمشر حسن سره تیلیفوني خبرې کوي.