تازه خبرونه

د افغانستان او بریټانیا استازيو د بشري مرستو د آسانه لېږد د خنډونو پر لرې کولو خبرې وکړې

په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوې ریچارډ لینډزي افغانستان ته په‌خپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو توغندیزو بریدونو کې پر اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ تاوتریخوالی باید ختم شي او پر باور جوړولو باید زیات کار وشي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع تېره ورځ د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د بشري مرستو د آسانه لېږد د خنډونو پر لرې کولو بحث او خبرې کړې.

په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوې ریچارډ لینډزي افغانستان ته په‌خپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو توغندیزو بریدونو کې پر اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ تاوتریخوالی باید ختم شي او پر باور جوړولو باید زیات کار وشي.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت له سوله ییز دریځ مننه کړې اوڅرګندوي؛ پاکستاني لوري ته یې دا پیغام رسولی، چې د باور جوړولو هڅه وکړي او دواړه لوري باید د صمیمیت فضا د رامنځته کولو لپاره مثبت ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړې؛ جنګ دواړو خواو ته ستونزې او ناامیدي رامنځته کوي، د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره باید زړورتیا او سیاسي اراده وښودل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان له لارې دې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد ته اجازه ورکړل شي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د تسلیت او د ستونزو د حل په موخه د نوموړي له هڅو د مننې ترڅنګ د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې پر پوهنتون او د استوګنې پر کورونو د پاکستاني پوځیانو وروستي بریدونه وغندل.

ملا عبدالواسع ویلي؛ د ملکي خلکو په ځانګړي توګه د مېرمنو، کوچنیانو او استوګنې کورونو پر نښه کول هیڅ راز توجیه نه‌لري. مونږ نه تجاوز کړی او نه هم د تاوتریخوالي پلویان یوو؛ خو د افغانستان له حریم، ځمکني بشپړتیا او افغانانو څخه دفاع زمونږ مسلم حق دی.

نوموړي د افغانستان لپاره د بربریټانیا ځانګړي استازي او ټولو هغو دوستو هېوادونو او ارګانونو څخه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې ختمولو هڅې کوي د حقایقو د درک غوښتنه وکړه او وایي؛ مقصر لوری باید ملامت شي.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل له پاکستان سره د تاوتریخوالي پای ته رسول او د دوستانه اړیکو پیاوړي کول غوښتي؛ خو مونږ هیچاته اجازه نه‌ورکوو، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

ملا عبدالواسع په تېرو څلور لسیزو کې له افغان مهاجرینو د پاکستان کوربتوب ته په نغوته(اشاره) کې ویلي؛ افغان مهاجرینو د هجرت پر مهال د پاکستان اصول او قوانین مراعت کړي، پاکستانی لوری دې هم د مهاجرینو حقونو ته پابند واوسي او افغانانو ته دې ضرر نه‌رسوي.

نوموړی وایي: سوداګریزي او ټرانزیټي اړیکې او د بشردوستانه مرستو لېږد باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې را نه‌وستل شي. مونږ د بشري مرستو د لېږد په برخه کې خنډونه نه‌دي رامنځته کړي؛ که پاکستان د شخړو ختمولو لپاره یو ګام اخلي، اسلامي امارت به دوه ګامه واخلي.

Trending

Exit mobile version