لوبی

د افغانستان او بنګله دېش د الف لوبډلو لوبلړ وځنډول شو

Published

on

ټاکل شوې وه، چې په راتلونکې میاشت کې د افغانستان د الف او د بنګله دېش د الف لوبډلو ترمنځ د کرکت لوبو لوبلړ پیل شوی وای؛ خو اوس دا لړۍ تر ناڅرګند وخته وځنډول شوه.

دغو سیالیو ته د ځوانو راتلونکیو لوبغاړیو ترڅنګ د ملي لوبډلې څو لوبغاړي هم غوره شوي وه.

د بنګله دیش کرکت بورد (BCB) د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې دا پرېکړه افغانستان کړې ده.

د BCB اجرائیوي مشر نظام الدین چودري د یکشنبې پر ورځ بنګله دېشي رسنیو ته ویلي: دا د دوی خپله کورنۍ مسله ده.

هغه وایي، چې د افغانستان کرکت بورد د سياليو کوربتوب له کوره بهر کوي؛ نو شونې ده، چې څه   لوژیستیکي ستونزې به ولري. مونږ ډاډه نه یوو. دوی ویلي، چې غواړي وروسته د دې لوبو د لړۍ کوربتوب وکړي.

د BCB اجرائیوي مشر ویلي، چې دوی اوس هڅه کوي تر هغه وخته د بنګله دیش الف لوبډلې ته د لوبو د  اړوند لړۍ د اوږدې نسخې کوربتوب ته هڅې وکړي؛ خو نوموړي پدې اړه ډېر جزئیات ورنکړل.

د یادونې ده، چې د افغانستان کرکت بورد په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version