تازه خبرونه
د افغانستان او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې نن نړیواله سیالي کوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان د کرکت ملي لوبډله به نن د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله سیالي وکړي.
د افغانستان د کرکت بورد مرستیال عزیزالله فضلي وایي؛ دغه سیالۍ، چې د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې ترسره کېږي د افغانستان لوبډلې ته مهمي دي.
ښاغلی فضلي زیاتوي، چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله به د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره درې سیالۍ وکړي، چې دوه یمه سیالي به یې د چهارشنبې په ورځ او درېیمه به د راتلوونکې شنبې په ورځ ترسره شي.