تازه خبرونه
د افغانستان او ترکیې امنیتي چارواکو په تهران کې د همکاریو او ګډو ګټو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي، چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د بېلابېلو امنیتي مسلو، دوه اړخیزو همکاریو او د تجربو د تبادلې د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د دې وزارت د چارو لوړ مرستیال محمد ابراهیم صدر په تهران کې د اقتصادي همکاریو ټولنې (ایکو) د اقتصادي غونډې په څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال او مل پلاوي سره ولیدل او پر اړوند هماریو یې خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي، چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د بېلابېلو امنیتي مسلو، دوه اړخیزو همکاریو او د تجربو د تبادلې د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.
د ترکیې کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره له مثبتو بدلونونو څخه د رضایت د څرګندونو تر څنګ ویلي، چې دوی اوس د انسانانو او مخدره توکو په قاچاق کې ۵۰ سلنه کمښت لیدلی دی.
عبدالمتین قانع ویلي، چې دا لیدنه د اسلامي ارزښتونو او ګډو ګټو په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا پر لوري د یو مهم ګام په توګه وارزول شوه.
د یادونې ده، چې په دغو خبرو اترو مې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او د پلاوي غړيو هم برخه لرله.
تازه خبرونه
ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حکومت یې د امریکا پر وسلهوالو ځواکونو د تاریخ تر ټولو ستره پانګونه کړې وه؛ خو د جو بایډن ادارې په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه پرېښې ده.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ادعا کوي، چې د امریکا ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.
ټرمپ وایي:« هغوی د دې تجهیزاتو ډېره برخه طالبانو(اسلامي امارت) او افغانستان ته پرېښوده.»
نوموړي زیاته کړې، الوتکې او نور تجهیزات باید له افغانستان څخه ایستل شوي وی.
ټرمپ ویلي:« دا ډېر د افسوس وړ وه. ما ولیدل، چې څه روان ول. ډېر ناوړه کار وشو.»
کارپوهانو ویلي، چې ټرمپ په خپل دوهيم پېر کې ان یو ځل هم؛ پر هغو وسلو او تجهیزاتو، چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال یې پوځي ځواکونو ویجاړ کړي، خبرې نهدي کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
په مسکو کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د بنګلهدېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
د سفارت د خبر له مخې؛ د افغانستان سفیر د دې لیدنې پر مهال په هېواد کې د پانګونې د مناسبو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د بنګلهدېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه یې پانګونې ته وهڅول.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د راپور له مخې، د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د ګډې قومندانۍ مشر جنرال اندري سردیوکوف غونډې ته ویلي، چې د دې ټولنې د مسوولیت په حوزه کې د راټوکېدونکو کړکېچونو پر وخت پېژندنه او د هغو د مدیریت لپاره د مناسبو تدابیرو نیول د ټولنې یوه اړینه دنده ده.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې(سياسټياو) ویلي، د دې ټولنې د ګډې قومندانۍ یوه پلاوي د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې د شانګهای همکاریو ټولنې د غړو هېوادونو د سرحدي ادارو د مشرانو په دولسمه غونډه کې ګډون کړی دی.
د راپور له مخې، د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د ګډې قومندانۍ مشر جنرال اندري سردیوکوف غونډې ته ویلي، چې د دې ټولنې د مسوولیت په حوزه کې د راټوکېدونکو کړکېچونو پر وخت پېژندنه او د هغو د مدیریت لپاره د مناسبو تدابیرو نیول د ټولنې یوه اړینه دنده ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ګډ امنیت خوندیتوب د ټولو اړوند نړیوالو بنسټونو له نږدې همکاریو پرته شونی نهدی.
په دې غونډه کې د شانګهای همکاریو ټولنې د ترهګرۍ ضد سیمهییز جوړښت، د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز او د دغو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د قومندانانو د شورا د همغږۍ د خدمتونو مشرانو هم ګډون کړی و. ګډونوالو د ګډو همکاریو د پراختیا او د دغو بنسټونو د کاري برخو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه3 days agoد نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
-
تازه خبرونه3 days agoد نورستان په سېلابونو کې ۲۳ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او نږدې ۱۰۰ نور نادرکه دي
-
لوبی4 days agoپه کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
-
سوداگري5 days agoد افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نهدي – هند
-
International Sports5 days agoانګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
-
لوبی2 days agoفیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو
