تازه خبرونه

د افغانستان او ترکیې اړیکې تقریبا عادي شوي – امیر خان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل لخوا د خپرې شوې ویډیو له مخې، امیر خان متقي دا څرګندونې په ترکیه کې د افغانستان د اسلامي امارت د نوي سفیر صنیع‌الله فرهمند د معرفي کولو په مراسمو کې کړې دي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۵, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سفیر تر کچې د اړیکو لوړوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ او مثبتو اړیکو نښه وګڼله او څرګندوي: “مونږ تقریباً ویلی شو، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ اړیکې عادي او ښې شوې دي.”

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل لخوا د خپرې شوې ویډیو له مخې، امیر خان متقي دا څرګندونې په ترکیه کې د افغانستان د اسلامي امارت د نوي سفیر صنیع‌الله فرهمند د معرفي کولو په مراسمو کې کړې دي.

د اسلامي امارت پر رسمي پلاوي سربېره، په انقره کې د میشتو افغان ټولنې یو شمېر مشران او عالمان هم په مراسمو کې حاضر ول.

متقي د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې د ډیپلوماټیکې کچې څخه تر د سفیرانو تر کچې پورې له څلور کلونو وروسته یوه لاسته راوړنه وګڼله.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان او ترکیه اوسمهال “ډېرې ښې اړیکې” لري.

ویل کیږي، چې ډېری ترکي وګړي هره ورځ د افغانستان له سفارت او قونسلګرۍ څخه ویزې ترلاسه کوي او د پانګونې او ګرځندوی لپاره دې هېواد ته سفر کوي.

Trending

Exit mobile version