تازه خبرونه
د افغانستان او روسیې اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او روسیې اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اسلامي امارت له مسکو څخه په نړیوالو غونډو کې له ملاتړه مننه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: په دې کتنه کې، چې نن چارشنبه ( د لیندۍ ۲۹ ) له غرمې مخکې ترسره شوې، امیرخان متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختېا ټینګار وکړ.
نوموړي ويلي؛ افغانستان چمتو دى، چې د سالنګ لويې لارې له بيارغونې وروسته جنوبي آسيا ته د روسي توکو د لېږد رالېږد په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په دې کتنه کې څرګنده کړې، چې ځینې هېوادونه غواړي د نویو میکانیزمونو پر رامنځته کولو په سیمه کې خپل پلانونه عملي کړي.
ضمیر کابلوف ویلي، چې د افغان حکومت له هوکړې پرته به کوم کار ونهشي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که کوم هېواد له افغانستان سره ستونزه لري باید له افغان حکومت سره پرې دوه اړخيزې خبرې وکړي.
کابلوف زیاته کړې؛ ځینې هېوادونه ویني، چې د سیمې هېوادونه له افغان حکومت سره همکاري پراخوي او غواړي، چې د سیمې مسایلو ته پر نویو میکانیزمونو راننوځي او د پرمختګ پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي.
دغه روسی ډیپلومات همداراز ټینګار کړی؛ امریکا باید د افغانستان کنګل شوې بانکی زېرمې ازادې کړي او اجازه ورکړي، چې دغه زیرمې د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړی.
ضمیر کابلوف ویلي؛ روسیه چمتو ده، چې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي؛ افغان سوداګر کولی شي روسیې ته سفر ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر فرصتونو خبرې وکړي.