تازه خبرونه
د افغانستان او عمان ترمنځ د ټرانسپورټ او هوايي چلند پر همکاریو ټینګار وشو
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د عمان له ټرانسپورټ وزیر سره د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوند تفاهملیکونو پر ارزونه خبرې او اندونه وړاندې کړل.
د اسلامي امارت ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر حمیدالله آخوندزاده عمان ته د خپل کاري سفر پر مهال په بېلابېلو لیدنو کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سعید بن حمود المعولي او د عمان د ملکي هوايي چلند ادارې له مشر نایف بن علي العمري سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د عمان له ټرانسپورټ وزیر سره د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوند تفاهملیکونو پر ارزونه خبرې او اندونه وړاندې کړل.
دغه راز د عمان ملکي هوايي چلند ادارې له مشر سره په لیدنه کې د هوايي ټرافیک پر خدمتونو، کارګو لېږد، هوايي دهلېزونو جوړولو او پراختیا او مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، ګډو همکاریو اړوند موضوعات خبرې وشوې او وڅېړل شول.
ویل کیږي، چې دا لیدنې د سیمهییزو همکاریو د پراختیا، د ټرانزیټ د آسانتیا او د افغانستان د هوايي چلند د سکټور د پیاوړتیا لپاره ځانګړی ارزښت لري.
تازه خبرونه
د لوړو زده کړو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د علمي همکاریــو پر پراختیـــا خبـرې وکــړې
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده کړو وزیر د ایران سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان او ایران دوه داسې ګاونډ هېوادونه دي، چې ترمنځ یې همکاري او ښه تعامل یوه اړتیا ده.
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر نداء محمد ندیم، په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره وکتل.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده کړو وزیر د ایران سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان او ایران دوه داسې ګاونډ هېوادونه دي، چې ترمنځ یې همکاري او ښه تعامل یوه اړتیا ده.
هغه د افغانستان او ایران ترمنځ د علمي تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د لوړو زدهکړو وزارت د علمي اړیکو د پراختیا لپاره همکارۍ ته چمتو دی.
دغه راز په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي په دې وروستیو کې د ایران په اړه د افغانستان له دریځ څخه مننه وکړه او څرګندوي، چې هېواد یې د افغانستان له لوړو زدهکړو وزارت سره د تحصیلي اړیکو د پراختیا، علمي همکاریو او د تجربو د شریکولو لپاره چمتو دی.
تازه خبرونه
د افغانستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوهیمې ادارې د رییس الکسي پاولفسکي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس عبدالحی قانت ترمنځ ترسره شوې ده.
د افغانستان او روسیې ډیپلوماټیکو چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان په ګډون د سیمهییزو تعاملاتو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوهیمې ادارې د رییس الکسي پاولفسکي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس عبدالحی قانت ترمنځ ترسره شوې ده.
دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري همکاریو په اړه د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان په ګډون یې د سیمهییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې افغانستان او روسیه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د زیاتولو هڅې روانې ساتلې دي.
تازه خبرونه
یوه افغان ګرځندوی د موټرسایکل پر مټ د هېواد ټول ۳۴ ولایتونه ولیدل
سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمهییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د هرات اوسیدونکي سید سجاد سادات په شپږ میاشتو کې د موټرسایکل پر مټ د هېواد له ټولو ۳۴ ولایتونو لیدنه کړې ده.
سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمهییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.
هغه ټینګار کړی، چې په ټول هېواد کې ټینګ امنیت د دې سراسري سفر د ترسره کېدا تر ټولو مهم لامل و.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثوابجان اسلامیار د نوموړي هڅې ستایلې او څرګندوي، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی؛ کورني او بهرني ګرځندویان کولی شي، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو، طبیعي ښکلاوو، تاریخي ځایونو او فرهنګي میراثونو څخه ډاډمنه لیدنه وکړي.
-
International Sports3 days ago۲۰۲۶ نړیوال جام؛ د لوبڅارو د سخت دریځ له کبله د سرو کارتونو شمېر ډېر شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoیوه افغان ګرځندوی د موټرسایکل پر مټ د هېواد ټول ۳۴ ولایتونه ولیدل
-
تازه خبرونه4 days agoروسیې له افغانستان او پاکستان څخه د اختلافونو د ډیپلوماټیک حل غوښتنه وکړه
-
څار5 days agoڅار: پر افغان خاوره د پاکستان هوایي برېدونو ته غبرګون
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoتهران غواړي پر هرمز تنګي واک وساتي او له بېړیو لګښت واخلي – ایراني سرچینې
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته غوږ ونیسي او ډیپلوماسۍ دې غوره کړي
-
تازه خبرونه4 days agoد ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو کمېدا میلیونونه کسان له بحران سره مخ کړي
