تازه خبرونه

د افغانستان او عمان ترمنځ د ټرانسپورټ او هوايي چلند پر همکاریو ټینګار وشو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د عمان له ټرانسپورټ وزیر سره د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوند تفاهم‌لیکونو پر ارزونه خبرې او اندونه وړاندې کړل.

Published

on

د اسلامي امارت ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر حمیدالله آخوندزاده عمان ته د خپل کاري سفر پر مهال په بېلابېلو لیدنو کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سعید بن حمود المعولي او د عمان د ملکي هوايي چلند ادارې له مشر نایف بن علي العمري سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د عمان له ټرانسپورټ وزیر سره د لیدنې پر مهال دواړو لوریو د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د ټرانسپورټي خدمتونو په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوند تفاهم‌لیکونو پر ارزونه خبرې او اندونه وړاندې کړل.

دغه راز د عمان ملکي هوايي چلند ادارې له مشر سره په لیدنه کې د هوايي ټرافیک پر خدمتونو، کارګو لېږد، هوايي دهلېزونو جوړولو او پراختیا او مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، ګډو همکاریو اړوند موضوعات خبرې وشوې او وڅېړل شول.

ویل کیږي، چې دا لیدنې د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا، د ټرانزیټ د آسانتیا او د افغانستان د هوايي چلند د سکټور د پیاوړتیا لپاره ځانګړی ارزښت لري.

Trending

Exit mobile version