سوداگري
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۳۲ سلنه زیاته شوې ده – عزیزي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ عزیزي افغانستان ته د قزاقستان د پلاوي له سفر هرکلی وکړ او د افغانستان د ادارو د ډیجیټل کولو، بشري مرستو او د دې هېواد د نورو همکاریو له پروګرام څخه مننه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی(سرپرست) نورالدین عزیزي د قزاق-افغان سوداګریز فورم د لومړۍ ورځې ناستې او د نندارتون د پرانیستې په پای کې ویلي؛ د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۲ سلنه زیات شوی او دواړه خواوې دغه راز په پام کې لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم درې میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ عزیزي افغانستان ته د قزاقستان د پلاوي له سفر هرکلی وکړ او د افغانستان د ادارو د ډیجیټل کولو، بشري مرستو او د دې هېواد د نورو همکاریو له پروګرام څخه مننه وکړه.
عزیزي د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا د نښلولو، د سوداګریزو قراردادونو د زیاتولو، په دواړو هېوادونو کې د دوه اړخیزو محصولاتو او تولیداتو د نندارتونونو د جوړولو، په کابل او الماتا کې د سوداګریزو مرکزونو د جوړولو او د توکو د صادراتو او واردولو لپاره د لارې هوارولو په اړه خبرې وکړې.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومنګارین هم ټینګار وکړ، چې افغانستان او قزاقستان په سیمه کې مهم او سټراټیژیک شریکان دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ فورم جوړول یې د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا، د نویو سوداګریزو اړیکو رامنځته کولو، د تجربو تبادلې او د ګډو نوښتونو د ودې لپاره مهم وګڼل.
ژومنګارين ويلي: “مونږ باور لرو، چې يو باثباته او سوکاله افغانستان په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره يو مهم فکتور دی، چې کولی شي د مرکزي او جنوبي آسيا ترمنځ يو مهم لوژستيکي مرکز شي.”
د یادونې ده، چې د قزاقستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په بلنه د ۲۵ قزاقستاني شرکتونو په ګډون سره ترسره شو.