سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه
د سې شنبې پر ورځ ( د تلې ۴ ) د سوداګرۍ او صنعت وزارت په همکارۍ په هېواد کې د پانګونې د بهیر د ګړندي کولو لپاره د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ دوه اړخیزه ناسته جوړه شوه.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو پر ناالکولي مشروباتو، کریمه ډبرو او منرالونو، کیمیاوي سرې، موټر بیتریو، رخت او نساجۍ، نفتي توکو، اوړو او غنمو، ګرځندوي، رستورانت چلولو او خوراکي توکو بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د قزاقستان سوداګرو او پانګوالو د افغانانو له میلمهپالنې مننه وکړه او افغانستان یې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره خوندي ځای او مناسب چاپېریال وباله.
همدارنګه د قزاقستان د خصوصي سکتور پر استازیتوب ارمان یاسین تایوف په کابل، بلخ او کندهار ولایتونو کې د نندارتونونو د جوړولو له هڅو خبر ورکړ او وایي، چې په نږدې راتلونکي کې به په قزاقستان کې د افغانستان د تولیدي صنایعو او دغه راز په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو نندارتونونه جوړ کړي.
له بلې خوا ارمان یاسین تایوف ويلي، چې افغانستان ته د خپل سفر په بهیر کې به د کابل له سوداګرو او پانګوالو پر لیدنې سربېره به د هرات، بلخ او کندهار ولایتونو له پانګوالو سره هم وګوري.
سوداگري
افغان او ایراني استازو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او خنډونو خبرې وکړې
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو پر پراختیا او آسانتیاوو، په بندرونو او سرحدي لارو کې د آسانتیاوو پر زیاتولو، د بهرنیو اسعارو د ژمنو د پوره کولو پر وړاندې د شته ستونزو، د باروړونکو موټرو چلوونکو ته د ویزو د ورکړې، په ایران کې د افغان باروړونکو موټرو د تګ راتګ د آسانولو او د ګډې پانګونې د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د کندهار ولایت د سوداګریز پلاوي مشر او د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس حاجي کمالالدین توحید؛ د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له رییس محمود سیادت او د دغې خونې د مدیره پلاوي له یو شمېر غړیو سره د افغانستان په مشهد کې د دې هېواد د جنرال قونسل مفتي نورمحمد متوکل په حضور کې بحث او خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو پر پراختیا او آسانتیاوو، په بندرونو او سرحدي لارو کې د آسانتیاوو پر زیاتولو، د بهرنیو اسعارو د ژمنو د پوره کولو پر وړاندې د شته ستونزو، د باروړونکو موټرو چلوونکو ته د ویزو د ورکړې، په ایران کې د افغان باروړونکو موټرو د تګ راتګ د آسانولو او د ګډې پانګونې د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د کندهار د سوداګریز پلاوي مشر د دغه ولایت او د افغانستان په نورو اقتصادي برخو کې د پانګونې فرصتونه او وړتیاوې ورپېژندلي او د ایراني سوداګرو او پانګهوالو د پانګونې پر راجلبولو یې ټینګار کړی دی.
نوموړي د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت لهخوا د اعلان شویو پانګونې فرصتونو ته په نغوته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره د لازمو آسانتیاوو پر برابرولو هم خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د وړاندې شویو موضوعاتو پر څارنه، د دواړو هېوادونو د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د سوداګریزو خنډونو لرې کولو، د اقتصادي راکړو ورکړو آسانولو او د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پراختیا لپاره ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.
سوداگري
په پنجشېر کې دودیزه زروینځنه پیل شوه
د پنجشېر والي زیاته کړې؛ اوسمهال شاوخوا زر کسان پر دودیزه زروینځنه بوخت دي؛ خو د پرمختللو ماشینونو او وسایلو کارول تر هغه وخته اجازه نهلري، چې قانوني پړاوونه بشپړ او د کانونو او پټرولیم وزارت لارښوونې صادرې شي.
د پنجشېر سیمهییزو چارواکو ويلي، په دې ولایت کې د دودیزې زروینځنې بهیر پیل شوی او په لومړي پړاو کې شاوخوا زر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د پنجشېر والي محمدآغا حکیم ویلي، دغه بهیر د اسلامي امارت د مشر د« ترحم» له مخې د ځايي اوسېدونکو د ملاتړ او د کاري فرصتونو د برابرولو پر نیت پیل شوی دی.
د پنجشېر والي زیاته کړې؛ اوسمهال شاوخوا زر کسان پر دودیزه زروینځنه بوخت دي؛ خو د پرمختللو ماشینونو او وسایلو کارول تر هغه وخته اجازه نهلري، چې قانوني پړاوونه بشپړ او د کانونو او پټرولیم وزارت لارښوونې صادرې شي.
دغه راز د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست ويلي؛ د زروینځنې قانوني کړنلاره توشیح شوې او دغه ریاست د کانونو او پټرولیم وزارت رسمي لارښوونې ته پر تمه دی، چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې او د ځانګړو وسایلو پر کارولو د سرو زرو راایستنه پیل کړي.
د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو هم له دې هڅې هرکلی کړی او څرګندوي، د دودیزې زروینځنې لپاره د کار زمینه برابرېدل کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
له دې مخکې په پنجشېر کې د سرو زرو راایستل منع ول؛ خو اوس د دغه ولایت اوسېدونکو ته اجازه ورکړ شوې، چې په دودیزه توګه او پر لاس زروینځنه او د سرو زرو راایستنه وکړي.
سوداگري
د افغانستان او ایران سوداګریزې خونې د کندهار او خراسان رضوي د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت او د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مشر سید سرور اماني هم ګډون درلود.
د افغانستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې مشر الحاج کمالالدین توحید ایران ته په خپل سفر کې د خراسان رضوي ولایت له اقتصادي مرستیال جمشیدي سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت او د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مشر سید سرور اماني هم ګډون درلود.
د افغانستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې مشر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو( کندهار او خراسان رضوي ولایتونو) ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د خراسان رضوي ولایت اقتصادي پلاوي ته یې کندهار ته د سفر بلنه ورکړې ده.
په دې ناسته کې د دواړو ولایتونو د اقتصادي، صنعتي او سوداګریزو فرصتونو ترڅنګ، د قیمتي ډبرو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخو کې د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې شوې دي.
-
نړۍ4 days agoډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو
-
نړۍ5 days agoډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو
-
تازه خبرونه5 days agoد مسکو فارمټ د افغانستان د ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم سیمهییز جوړښت دی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي
-
تحول4 days agoتحول: په مسکو فرمټ کې د افغانستان د ستونزو پر حل د روسیې ټینګار
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ډیپلوماسۍ او اسلامي همکاریو ټولنې د هڅو په اړه علمي ناسته تر سره شوه
-
تازه خبرونه10 hours agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه5 days agoامریکايي محکمې پاکستان او افغانستان ته د نیول شویو افغانانو د لېږدولو بهیر ودراوه
