تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو ګټو خبرې وکړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ بلاول بوتو زرداري د شنبې پر ورځ ( د وري ۲۶ ) د افغانستان اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره پر یو لړ مسایلو تیلیفوني خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، دوی د دوه اړخیزو ګټو پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.
د رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر په دغه تیلیفوني اړیکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر غوښتي، چې خپل سفیر کابل ته راواستوي.
سرچينو دا هم په ډاګه کړې، چې بلاول بوتو زرداري دغه غوښتنه منلې او وایي، چې د پاکستان د سفارت استازی به ډېر ژر خپل کار ته ستون شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، بلاول بوټو زرداري په دې ټیلیفوني خبرو کې د یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره د پاکستان پر ژمنو ټینګار څرګند کړ.
تېر کال په کابل کې د پاکستان د سفارت پر چارسمبالی عبید الرحمن نظاماني وسلهوال برید وشو، چې د سفارت یو ساتونکی یې ټپي شو. نوموړی له دې تروریستي برید وروسته کابل پرېښود او پاکستان ولاړ.
داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی دی.
هغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د دغه برید په اړه به پلټنې وکړي او تر هغې به کابل ته سفیر نه ځي، چې امنیت ټینګ شوی نه وي.