سوداگري
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل
د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.
پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ورځو کې د سوداګریزو لارو بندېدا د افغانستان او پاکستان سوداګرله پراخو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.
د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.
رسمي سرچینو ویلي، چې د اوکټوبر له دولسمې څخه تر یودېرشمې پورې د ۸ لارو د تړلکېدا په پایله کې له ۵۰ میلیون ډالرو څخه ډېر مستقیم زیانونه اړولي او زرګونه لارۍ او سوداګر د لارو دواړو خواوو ته بند پاتې دي؛ خوسا کېدونکي توکي په ګمرکونو کې له منځه تلي او سلګونه ټنه تازه میوو او خواړو زیانونه لیدلي دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې: افغانستان هره میاشت له پاکستان څخه شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر واردات لري او ۶۰ میلیون ډالر صادروي؛ خو د لارو تړلو دا بهیر په ګډوډ کړی دی. همدارنګه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات بند شوي دي.
د دې بحران په پایله کې زرګونه کارګران اغېزمن شوي او له زر څخه زیاتې لارۍ د کراچۍ په بندر کې ولاړې پاتې دي.
همدارنګه، راپورونه ښیي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې ۶ سلنه کمه شوې، چې تېر کال له ۵۰۲ میلیون ډالرو څخه ۴۷۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. په سپتمبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم هم د تېر کال پر پرتله ۱۳ سلنه کم شوی دی.