تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو جوړېدا اړینه ده
د جمعیت علمای اسلام پاکستان رهبر مولانا فضل الرحمن د دواړو حکومتونو له وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ، چې ډیپلوماټیکې اړیکې یې د شارژدافیر څخه په کابل او اسلامآباد کې سفیرانو ته لوړې کړې او دا یې د اړیکو د ښهوالي په برخه کې د پرمختګ نښه بللې ده.
د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند مشر وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو جوړېدا دواړو حکومتونو ته اړینه او مهمه ده.
د جمعیت علمای اسلام پاکستان رهبر مولانا فضل الرحمن د دواړو حکومتونو له وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ، چې ډیپلوماټیکې اړیکې یې د شارژدافیر څخه په کابل او اسلامآباد کې سفیرانو ته لوړې کړې او دا یې د اړیکو د ښهوالي په برخه کې د پرمختګ نښه بللې ده.
د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر ټینګار وکړ، چې له دوه اړخیزې همکارۍ پرته ښې اړیکې تضمین کول ناممکن دي.
دې پاکستاني سیاستوال دا هم ویلي، چې افغانستان ته د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز غځول به اړیکې نورې هم ښې کړي.
مولانان فضل الرحمن وایي: “اوس مونږ د دوی شارژدافیر پر سفیر بدلوو او مونږ په کابل کې د پاکستان شارژدافیر هم سفیر جوړوو؛ نو دا له افغانستان سره زمونږ د اړیکو د پرمختګ نښې دي. له پاکستان سره د افغانستان اړیکې ډېرې مهمې دي او د یو بل له همکارۍ پرته دا اړیکې ناممکنې دي.”
د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راپدېخوا په تېرو څه نا څه څلور کلونو کې د تحریک طالبان پاکستان پر سر د کابل او اسلامآباد اړیکې ترینګلې شوي، چې له کبله یې سرحدي نښتې او افغان کډوالو جبري ایستل شوي دي؛ خو په کابل او چین کې د دواړو چارواکو وروستیو غونډو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره شین څراغ ښکاره کړی دی.
د کارپوهانو پر اند پاکستان تل له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې دوه ګونی چلند لري او د هغه څه برعکس یې عمل کړی، چې چارواکو یې ویلي دي. له دې ټولو سره – سره اوس دا باید ولیدل شي، چې دا ځل به په افغانستان کې د پاکستاني چارواکو خبرې او عملونه څه وي. دا به د وخت له تېرېدو سره روښانه شي.
