تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د غښتلي کولو وخت رارسیدلی دی

Published

on

(Last Updated On: )

په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین وايي چې اوس د افغانستان او پاکستان د اړیکو د غښتلي کولو لپاره د هڅو وخت رارسیدلی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ( ای اس ای) رییس تېره ورځ کابل ته راغلی دی او په راتلونکې اونۍ کې به افغان ولسمشر هم پاکستان ته سفر وکړي.
واک ته د ډاکتر محمد اشرف غني له رسیدو را پدیخوا د پاکستان د استخباراتي ادارې ريیس درېیم لوړ پوړی پاکستاني چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي. په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین وايي کابل ته د پاکستاني چارواکو سفرونه د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړي کولو د هڅو په دوام تر سره کیږي.
د ښاغلي حسین په باور اوس دواړو هیوادونو ته په کار ده چې اړیکې له پیچلتیا را وباسي.
افغان چارواکي په دې باور دي چې پاکستان کولی شي، افغان وسلوال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښینوي.
پخواني افغان ولسمشر په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې پاکستان ته ۲۰ سفرونه وکړل، چې هيڅ مطلوبه پایله يې نه درلوده.

Trending

Exit mobile version