تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتېدا مخنیوي ته چمتو یوو – ایران

هغه په یوه رسنیز کنفرانس کې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې مثبتې ارزولې دي.

Published

on

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت په اړه اندېښمن دی او د دواړو خواوو ترمنځ تاوتریخوالی به “د دې دواړو هېوادونو څخه بهر پایلې ولري.”

هغه په یوه رسنیز کنفرانس کې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې مثبتې ارزولې دي.

نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ننګونو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ټینګار کړی؛ ایران چمتو دی، چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدا په مخنیوي کې همکاري او مرسته وکړي.

اسمعیل بقايي وایي: “مونږ د دې وضعیت په اړه اندېښمن یوو. حق هم لرو، چې اندېښنه ولرو؛ ځکه، چې دواړه ګاونډ او مسلمان حکومتونه دي او ترمنځ یې د تاوتریخوالي رامنځته کېدا او زیاتېدا به له دواړو څخه بهر پایلې ولري.”

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د دې هېواد مشوره د خبرو اترو، زغم او د دواړو خواوو ترمنځ له ډیپلوماټیکو لارو چارو څخه د اختلافاتو د حل کولو هڅې دي.

هغه زیاته کړې: “زمونږ دوامداره مشوره د خبرو اترو، زغم او د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو د حل کولو هڅې دي او مونږ هم خپل چمتووالی اعلان کړی، چې تل د تاوتریخوالي د زیاتېدا د مخنیوي لپاره خپلې غوره هڅې وکاروو.”

اسماعیل بقايي هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ” د ښه نیت خبرې اترې” به اوسنی وضعیت پای ته ورسوي.

هغه په دې رسنیز کنفرانس کې ویلي: “مونږ هیله لرو، چې دا وضعیت به رښتیا هم د دواړو خواوو ترمنځ د ښه نیت پر خبرو پای ته ورسیږي.”

د پاکستان پوځي رژیم د شنبې پر ورځ( د کب دوه‌یمه ) د ننګرهار د خوږیاڼو، غني خېلو او بهسود ولسوالیو او همدارنګه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ شپني هوایي بریدونه کړي دي.

د دغې بریدونو په ځواب کې د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې دوی به “په مناسب وخت کې محاسبه شوی ځواب” ورکړي.

Trending

Exit mobile version