تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان نږدې ۳۰ زره ماشومانو ته د امریکا خوراکي مرستې به وسوځول شي
یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ نږدې ۵۰۰ ټنه انرژي لرونکي بسکټونه، چې د خوارځواکۍ لرونکو کوچنیو ماشومانو لپاره د بیړنيو خوړو په توګه کارول کېدل؛ د دوبۍ په یوه ګودام کې یې د زیرمه کولو له کبله تاریخ تېر شوی دی.
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له تړلو وروسته هغه خوراکي مرستې، چې ټاکل شوې وه په افغانستان او پاکستان کې ۲۷۰۰۰ وږو ماشومانو ته ووېشل شي؛ ډېر ژر به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له تړلو وروسته وسوځول شي.
یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ نږدې ۵۰۰ ټنه انرژي لرونکي بسکټونه، چې د خوارځواکۍ لرونکو کوچنیو ماشومانو لپاره د بیړنيو خوړو په توګه کارول کېدل؛ د دوبۍ په یوه ګودام کې یې د زیرمه کولو له کبله تاریخ تېر شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال مایکل ریګاس د قانون جوړوونکو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ دا پرېکړه د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د له منځه وړلو سره تړلې ده.
ضایع شوي بسکټونه به په متحده عربي اماراتو کې کثافاتو ته واستول شي یا به سوځیږيي، چې له منځه وړل یې ۱۰۰ زره ډالر لګښت لري.
