سیمه ییز خبرونه

د افغانستان او پاکستان پر پوله په نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي

Published

on

پاکستان ادعا کړې، چې د ترهګرو یوې لویې ډلې د چارشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال کې د افغانستان پولې ته نږدې پر امنیتي پوستو برید کړی دی.

د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د کالاش د سرحدي درې پر دوه بېلابېلو  پوستو د برید  په پایله کې ۴ پاکستاني پوځیان او ۱۲ بریدګر وژل شوي دي.

پوځ څرګنده کړې؛ له پوځیانو سره نښتې هغه مهال پیل شوې، چې د ترهګرو یوې لویې ډلې پر پوره نویو وسلو د پاکستان پر دوه پوځي پوستو برید وکړ.

اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې چارواکو د بریدګرو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو وایي، چې دوی له ګاونډ افغانستان سره اړیکې لري.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي؛ پاکستان په افغانستان کې د اسلامي امارت له حکومت څخه تمه لري، چې خپلې ژمنې پوره کړي او د پاکستان پر ضد د تروریستي هڅو له ترسره کولو او د افغان خاورې له کارولو ډډه وکړي.

د پوځ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ پوځیانو دغه برید پر شا تمبولی او زیاتوي، چې بریدګر پر وروستیو وسلو سمبال ول.

ویل کیږي، چې وسله‌وال د افغانستان له پولې څخه راغلي وه.

له دې مخکې د دغه برید پړه تحریک طالبان پاکستان یا TTP پر غاړه اخیستې وه.

دغې ډلې ویلي، چې د دوی جنګیالیو پاکستانيو پوځیانو ته درنده مرګ و ژوبله اړولې او د پوستو د نیولو پر مهال یې وسلې هم لاس ته ورغلي دي.

پاکستانيو چارواکو ويلي، TTP او نورې وسلوالې ډلې افغانستان ته تښتېدلي او پناه یې اخیستې ده.

 اسلامي امارت دغه تورونه ردوي او وايي، هیڅوک نه‌شي کولی د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته د ګواښ لپاره وکاروي.

Trending

Exit mobile version