تازه خبرونه

د افغانستان او چین استازیو پر اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر د چین ولسي جمهوریت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مثبتې یادې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.

Published

on

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر د چین ولسي جمهوریت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مثبتې یادې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.

دغه راز د چین ځانګړي استازي هم د دواړو هېوادونه ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وګڼل او وایي، چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او غوراویو ته درناوی لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version