تازه خبرونه
د افغانستان-ایران ستونزې د خبرو له لارې حل کېدی شي – امیر خان متقي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې د خبرو او همغږۍ له لارې حل کېدی شي.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ قُمي په دې کتنه کې یادونه کړې، چې ایران د ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د افغانستان له اوسني وضعیته دفاع وکړه.
هغه همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو پر مدیریت هم ټینګار څرګند کړ.
په دې کتنه کې متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو اړیکو د ټینګار ترڅنګ د افغان بندیانو د لېږد بهیر د بیا پیل، پر اعدام د محکومو شویو بندیانو د اعدام ځنډولو او افغانانو ته د ویزو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه هم خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د هلمند له سینده د ایران د اوبو پر حق هم خبرې وشوې.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د حقونو پر سر کړکېچ ډېر شوی دی.
ایران افغانستان د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د اوبو له تړون څخه پر سرغړونې تورن کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت که څه هم دغه تړون ته ژمن دی؛ خو څرګندوي، چې د وچکالۍ له کبله پوره اوبه نهلري.