تازه خبرونه

د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارد دالرو شتمنۍ په اړه د امریکایي قاضي له پرېکړې هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا یوه قاضي د سې شنبې پر ورځ پرېکړه کړې، چې د ۲۰۰۱ ز. کال د سپتمبر د ۱۱ نېټې د بریدونو قربانیان د افغانستان بانک له ۳.۵ میلیارد دالرو څخه د تاوان د ترلاسه کولو حق نه‌لري.

په نیویارک ایالت کې د منهاتن د سیمې د یوې محکمې قاضي جورج دانیلز حکم کړی، چې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو ژوندي پاتې شوي کسان د افغانستان بانک له شتمنیو څخه د تاوان د جبران حق نه‌لري.

جورج دانیلز ویلي، چې د امریکا اساسي قانون هغه ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې رامنځته شوی حکومت د یوه مشروع حکومت په توګه ومني او که د سپتمبر د یوولسمې نېټې قربانیانو ته د افغانستان بانک پیسې ورکړ شي؛ نو دا به پدې معنی وي، چې هغه د افغانستان سرپرست حکومت د یوه مشروع حکومت په توګه منلی دی.

جورج دانیلز وایي: د امریکا محکمې دا واک نه‌لري، چې د افغانستان بانک پیسې د سپتمبر د یوولسمې نېټې قربانیانو ته وسپاري او که داسې وکړي؛ نو دا به پدې معنا وي، چې د طالبانو(اسلامي امارت) حکومت یې د مشروع حکومت په توګه منلی دی. په داسې حال کې، چې د جوبایدن په مشرۍ حکومت د افغانستان سرپرست حکومت په رسیمت ندی پیژندلی. دا تاوان باید په خپله طالبان ( اسلامي امارت) ورکړي نه د افغانستان خلک.

د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو د ژوندي پاتې شویو کسانو وکیلانو ویلي، چې د دې قاضي پرېکړه به وننګوي.

د افغانستان بانک ویلي، چې امریکا باید د افغانانو غږ واوري او کنګل شوې پانګه آزاده کړي او د افغانستان بانک ته یې وسپاري.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي او د پولي ثبات، د مالي نظام د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره کارول کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د نیویارک ایالت محکمې ته د افغانستان بانک د ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالرو د شتمنیو د خوندیتوب په خاطر خپله دفاعیه استولې ده.

له دې مخکې د امریکا یوې بلې محکمې هم د ۲۰۲۲ ز. کال په اګست میاشت کې پرېکړه کړې وه، چې د امریکا د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې قربانیان د افغانستان بانک له شتمنۍ څخه د غرامت تر لاسه کولو حق نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د افغانستان بانک اووه میلیارد دالر پانګه کنګل کړې او جوبایډن پرېکړه کړې، چې د دې پيسو نیمه برخه د سویس بانک صندوق ته، چې د افغانستان لپاره جوړ شوی واستول شي او پاتې درې نیم میلیارد دالر د سپتمبر د یوولسمې قربانیانو ته د غرامت په توګه ورکړي.

Trending

Exit mobile version