سوداگري

د افغانستان بانک له بانکونو څخه د معاشونو پر ایستلو بندیز لرې کړ

Published

on

Last Updated on: وری ۲۵, ۱۴۰۱

 د افغانستان بانک (DAB) د چارشنبې پر ورځ څرګنده کوه، چې د دولتي او خصوصي سکتور د کارکوونکیو د معاشونو پر ایستلو یې لګول شوی بندیز لرې کړی دی.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند په یوه ویډیويي پیغام کې په ډاګه کړې؛ ټول دولتي او نادولتي کارکوونکي کولی شي پرته له کوم محدودیته خپل معاشونه له بانکونو وباسي.

صابر مومند زیاته کړې: د افغانستان بانک د بانکي او مالي سکټور د بیارغونې لپاره د ستراتیژیک پلان له مخې د دولتي او نادولتي کارکوونکیو په معاشونو کې شته محدودیتونه لرې کړي دي.

مومند وایي، چې ټول خصوصي او دولتي بانکونه به د دولتي او خصوصي کارکوونکیو معاشونه د دوی په غوښتنه پرته له ځنډ، خنډ او محدودیته ورکوي.

د تېر کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسیدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د امریکا له لوري د افغانستان بانک د شتمنیو له کنګل کېدو وروسته د افغانستان بانک په ګډون ټولو بانکونو خپل فعالیتونه ودرول، چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې؛ خو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته بانکونه بیا پرانستل شول او خلکو ته اجازه ورکړ شوه، چې تر ۲۰۰ ډالرو پورې خپلې پیسې وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د لومړي وزیر لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر روانه اوونۍ د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د بانکي بندیزونو د کمولو لپاره د یوه منظم میکانیزم د جوړولو غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version